اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) پاکستان د يمن د وحدت، خپلواكۍ او سيمه ايز سالاميت بشپړه حمايت پخلي كولو سره په ټولو ډلو زور راوړې دې چې ھغوي دې د اوږدې مودې او د سوله ايز حل پاره د مذاكراتو او سفارت كارۍ لاره خپله كړي، د هر ډول ھغه اقدام نه دې ډډه وكړې شي كوم چې په تاٶ تريخوالي كښې د اضافې او په منطقه كښې …
پاکستان د يمن د وحدت، خپلواكۍ او سيمه ايز سالاميت بشپړه حمايت كوي٬ د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكې د لا قوي كولو عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ
اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) پاکستان د يمن د وحدت، خپلواكۍ او سيمه ايز سالاميت بشپړه حمايت پخلي كولو سره په ټولو ډلو زور راوړې دې چې ھغوي دې د اوږدې مودې او د سوله ايز حل پاره د مذاكراتو او سفارت كارۍ لاره خپله كړي، د هر ډول ھغه اقدام نه دې ډډه وكړې شي كوم چې په تاٶ تريخوالي كښې د اضافې او په منطقه كښې د عدم استحکام سبب جوړېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د اوونيز بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووېيل تېره ماښام وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ټېلي فوني خبرې شوې٬ دواړو مشرانو د پاكستان او او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكې د لا قوي كولو عزم پخلې كړې كوم چې په دې وروستيو مياشتو كښې نوې لوړې كچې ته رسېدلې دي٬ دواړو مشرانو د منطقې په مجموعي صورتحال او په اوسني پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه كړې٬ وزيراعظم د موجوده چيلنجز په تناظر كښې په اسلامي نړۍ كښې اتحاد او همكاري په ځائ د ساتلو په ضرورت زور راوړې٬ سعودي عرب سره د پاکستان د بشپړه يووالي څرګندونه كولو سره وزيراعظم ووئيل چې ډائيلاګ او د سفارت کارۍ د لارې سيمه ايز امن او استحکام په ځائ ساتل ضروري دي۔ وياند ووئيل چې نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار هم د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره ټېلي فوني خبرې كړې چې پكښې د منطقې په موجوده صورتحال او اوسني پېشرفت د خيالاتو څرګندونه شوې۔ده ووېيل چې روانه اوونۍ كښې د پاكستان او يو اے اي د اعلٰې قيادت ترمېنځه نزدې رابطې٬ د يو اے سي صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د پاكستان سركاري دوره كړې او دوي سره د لوړې كچې پلاوي هم موجود وو٬ دواړو مشرانو د دې نه وروسته په رحيم يار خان كښې هم ملاقاتونه كړي چې پكښيې په دوه اړخيزه مرسته او په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وياند ووئيل چې د شېخ محمد بن زايد النهيان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژورو اړيكو او د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، ترقۍ او د سيمه ايز استحكام پسمول په اهمو څانګو كښې مرسته زياتولول اپره د مشتركه عزم څرګندونه ده ۔ وياند ووئيل چې سپيکر سردار اياز صادق د شورو په ورځ د بنګله ديش پخوانۍ وزيراعظمې بيګم خالده ضياء د جنازې په لمونځ كښې ګډون لپاره د ډهاكه دوره كړې او په دې موقع ئې د ارواښادې زومي طارق رحمان او لور سره ملاقات كولو سره دوي سره د غم دړد څرګندونه كړې او د پاكستان اولس او قيادت لخوا ئې هم د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ په دې موقع سپيكر د بنګله ديش د قامي سلامتيا سلاحكار خالد الرحمٰن، د قانون او انصاف سلاحكار آصف نذرالاسلام او د بي اين پي لنډمهاله چيئرمين طارق رحمان سره ملاقاتونه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په چناب درياب كښې د هند لخوا دولهستي اسټيټ هائيډرو پاور پراجيکټ جوړولو په اړه په رپورټس د سخت تحفظاتو څرګندونه كړې٬ د كال 1960 د سندھ طاس تړون له مخئ پاکستان ته پېشګي اطلاع وركول لازمي دي كومه نه د وركړې۔ ده ووئيل چې پاکستان په هند زور راوړي ھغوي دې په سمدستي توګه د لوظنامې پالنه وكړه او د سندھ طاس کمشنر لخوا د پورته كړې شوې پوښتنو دې ځواب وركړي










