د افغان امنيتي ځواكونو او داعش ترمينځه نښتې٬ د سلګونو په شمېر كسان په كورونو پرېښودلو مجبور شوي

كابل 29 جون (اے پی پی) په افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګر تنظيم داعش ترمينځه د روانو نښتو له امله په سلګونو وګړي په كورونو پرېښودلو مجبور شوي دي۔ د المان مېډيا له مخې د ننګرهار ولايت والي وياند ووئيل چې د افغانستان په ختيز ولايت كښې تراوسه 500 كورنۍ ځپلې شوې دي۔ د داعش جنګيالو لخوا په امنيتي پوستو د بريدونو څخه وروستو افغان ځواكونو او پوليسو د جمعې ورځې څخه عمليات پیل كړي و كوم چې روان دي او پھ دې كښې تراوسه د داعش تقريبا ً 160 غړي مړه شوي او 90 كورونه هم د اور لګېدو له امله تباه شوي دي