د اقتصادي بحالۍ او د ميكرو اكنامك استحكام له امله د پاكستان د لنډې مودې خطرې لا كمې شوې دي

واشنګټن 28 جون (اے پی پی) نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) وئېلي دي چې د مالياتي استحكام په لړ كښې د پاكستاني حكومت هڅې د ستائنې وړ دي٬ د اقتصادي بحالۍ او د ميكرو اكنامك استحكام له امله د پاكستان د لنډې مودې خطرې لا كمې شوي دي٬د ميكرو اكنامك استحكام ا و د اصلاحاتو عمل د روان ساتلو ضرورت دے٬بايد د توان پھ څانګه كښې د اصلاحاتو عمل د حكومت پھ ترجيحاتو كښې وړومبې پاتې شي۔دا خبرې د نړيوال مالياتي فنډ د انتظاميې بورډ د غونډې نه وروستو پھ جاري شوي بيان كښې شوي دي۔د بيان له مخې د آئي اېم اېف د دوهم منيجنګ ډائرېكټر وئېلي دي چې د ميكرو اكنامك استحكام او د اصلاحاتو د عمل د وړاندې بوتللو ضرورت دے۔ده ووئيل چې د اقتصادي بحالۍ په نتيجه كښې د لنډې مودې اقتصادي خطرې او اندېښنې كمې شوي دي۔د پاكستان حكومت مالياتي استحكام لپاره پوخ عزم لري او په دې لړ كښې د پاكستان چارواكي د آئي اېم اېف پروګرام د اهدافو او مالي كال 17-2016 اهداف ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي۔