کراچی ۔17نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاکستان رېلوے ډیجیټائزېشن او د عصري آسانيو برابرول د هېواد معيشت په مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ وفاقي حكومت به د سندھ حكومت په مرسته د كراچي سرکلر رېلوے (کے سی آر) جدیدیت او د صوبې په شمول د ګرد هېواد رېلوے سټېشنونو اپ ګرېډېشن باوري كوي۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د ګل په ورځ د كراچۍ دورې …
د وزيراعظم شهباز شريف د رېلوے په عصري بنيادونو د روانولو عزم ٬ د نوي شاليمار ايكسپريس او كراچي كينټ سټيشن د اپ ګريډ آسانيو پرانسته

مزید خبریں
کراچی ۔17نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاکستان رېلوے ډیجیټائزېشن او د عصري آسانيو برابرول د هېواد معيشت په مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ وفاقي حكومت به د سندھ حكومت په مرسته د كراچي سرکلر رېلوے (کے سی آر) جدیدیت او د صوبې په شمول د ګرد هېواد رېلوے سټېشنونو اپ ګرېډېشن باوري كوي۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د ګل په ورځ د كراچۍ دورې په مهال د نوي شاليمار اېكسپرېس او كراچي كېنټ رېلوے سټېشن اپ ګرېډ شوې وېټنګ اېرياز او لاؤنجز پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه ٬ د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ اور نور مهم شخصيات هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل وفاقي وزير حنیف عباسی د هېواد د رېلوے نظام ښه كولو له بشپړه خواري كړې ده۔ د لاهور رېلوے سټېشن څخه وروستو اوس كراچي كېنټ سټېشن هم په عصري آسانيو سنګار كړے شوے دے۔ وزیراعظم ووئيل كراچۍ څخه تر لاهور شاليمار اېكسپرېس به په نوي اپ ګرېډ كړي شكل چلولې شي۔ ده كراچۍ د هېواد معاشي مركز او د پاكستان زړه وګرځولو۔ ده ووئيل د پنجاب ٬ سندھ ٬ خېبر پښتونخوا او بلوچستان حكومتونو سره به نزدې مرسته روانه ساتلې شي دغسې چې د رېلوے نېټ ورك بهترۍ د لارې قامي معيشت پياوړے كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل وفاقي حکومت به ټولو صوبو سره په ګډه رېلوے نېټ ورك ته تر منځنۍ آسيا پراختيا وركوي ٬ په دې لړ كښې ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېلوے لائن منصوبه خصوصي اهميت لري۔ ده د اسلام آباد استنبول رېل روټ په بحالۍ هم زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل د رېلوے وفاقي وزير آسيائي پرمختيائي بنك سره د پاكستان رېلوے بهترۍ لپاره د دوه اربه ډالرو په فنانسنګ خبرې كړې دي۔ د سندھ وزيراعلی لخوا د کے سی آر په سي پېك كښې د شاملولو په تجويز وزيراعظم د بشپړې مرستې باور وركړو او دا يۍ يوه مهمه منصوبه وګرځوله۔ وزيراعظم ووئيل دې څخه وړاندې 154 ریلوے سټېشنونه اپ ګرېډ كړې شوي او كله چې ټول لويې واړه سټېشنونه اپ ګرېډ شي نو د رېلوے وزير لپاره به د صدارتي ايوارډ سپارښتنه وكړؤ۔ دې څخه وړاندې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ووئيل د وزیراعظم په لارښودنه كښې د اتو مياشتو په لنډه موده كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه شوي په كومو كښې چې د کراچی کېنټ سټېشن جدیدیت او د شاليمار اېكسپرېس بحالي شامله ده۔ ده ووئيل د روهړي سټېشن په اپ ګرېډېشن يو ارب روپۍ مصرف كولې شي دغسې په كراچي سټي سټېشن هم كار روان دے۔ ده ووئيل د حكومتي پالېسۍ له مخې 14 ټرېنونه آؤټ سورس كولې شي او د رېلوے روغتونونه او سكولز هم نجي څانګې ته سپارلې شي بياهم د رېلوے ملازمينو د حقونو تحفظ به باوري كولې شي۔ ده وئيل په اېم اېل-1 منصوبه هم كار روان دے۔ دغسې د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه كراچۍ ته په رارسېدو وزيراعظم ته هركلے اووې او ده ته يۍ د صوبائي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ وروستو وزيراعظم کراچی په کېنټ سټېشن د نوي شاليمار اېكسپرېس پرانسته وكړه او د اپ ګرېډډ وېټنګ ایریا، سي آئي پی لاؤنج، نوي ډائننګ هال او کمپیوټرائزډ ټکټنګ سسټم معائنه يۍ وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران ٬ د رېلوے څانګې اعلی چارواكي ٬ د رېلوے آئي جي او غېر ملكي سفارتكار هم موجود وو











