شريك احترام ٬ تفاهم او اختلافات قبولول د يوې سولئيزې او شموليتي ټولنې بنيادي ضرورت دے : سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د تحمل او زغم نړيوالې ورځې په موقع د بشري حقونو ٬ قانون او انصاف وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په خپل خصوصي پېغام كښې وئيلي دي شريك احترام ٬ تفاهم او اختلافات قبولول د يوې سولئيزې او شموليتي ټولنې بنيادي ضرورت دے۔ وفاقي وزير ووئيل تحمل او زغم يوازې اخلاقي اصول نه بلكې د امن ٬ انصاف او تلپاتي پرمختګ بنياد دے۔ ده ووئيل د …

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د تحمل او زغم نړيوالې ورځې په موقع د بشري حقونو ٬ قانون او انصاف وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په خپل خصوصي پېغام كښې وئيلي دي شريك احترام ٬ تفاهم او اختلافات قبولول د يوې سولئيزې او شموليتي ټولنې بنيادي ضرورت دے۔ وفاقي وزير ووئيل تحمل او زغم يوازې اخلاقي اصول نه بلكې د امن ٬ انصاف او تلپاتي پرمختګ بنياد دے۔ ده ووئيل د پاكستان آئين او قامي وژن د ټولو وګړو د يو برابر حقونو او وقار ضمانت وركوي او اسلامي تعليمات او د قائدِ اعظم (رح) لارښودنه مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې مونږ ټول د يو رياست يو برابر وګړي يوو۔ سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل اختلافات تسليمول ٬ يو بل څخه زده كړه كول او د كمزورو طبقو مرسته كول د يوې ټولنې هم غږۍ كښې مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل د بشري حقونو وزارت د ټولنې د وروستو پاتې طبقو حقونو د تحفظ ٬ انصاف ٬ شموليت او همغږۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ده وګړو ٬ ادارو ٬ ميډيا او مذهبي لارښودو ته غږ وكړو چې هغوي دوه اړخيزه احترام او زغم ته وده وركړي دغسې چې يو داسې پاكستان جوړ كړے شي چرته چې تنوع عزت ومومي ٬ اتحاد مضبوط شي او هر وګړے يو وقار لرونكے ژوند تېر كړے شي۔

مزید خبریں