كوالالمپور17نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي پاكستان په نړيواله كچه د ځوانانو پرمختګ او خپلواكۍ كښې قائدانه كردار ادا كوي٬ پاكستان د دولت مشتركه پرامن٬خوشحاله او د ځوانانو خپلواكه جوړونكو غړو هېوادونو سره د مرستې عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ لسم كامن ويلتھ يوتھ منسټرئيل ټاسك فورس پرانستې غونډې ته خطاب كښې كړې ۔ ده غونډه كښې د …
پاكستان په نړيواله كچه د ځوانانو پرمختګ او خپلواكه جوړولو كښې قائدانه كردار ادا كوي۔رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
كوالالمپور17نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي پاكستان په نړيواله كچه د ځوانانو پرمختګ او خپلواكۍ كښې قائدانه كردار ادا كوي٬ پاكستان د دولت مشتركه پرامن٬خوشحاله او د ځوانانو خپلواكه جوړونكو غړو هېوادونو سره د مرستې عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ لسم كامن ويلتھ يوتھ منسټرئيل ټاسك فورس پرانستې غونډې ته خطاب كښې كړې ۔ ده غونډه كښې د پاكستان ځوانانو پرمختګ لپاره په نړيواله كچه قائدانه حېثيت رامخې ته كړو۔ غونډه انټرنېشنل يوتھ سينټر كوالالمپور كښې وشوه چې پكښې چيئرمېن ورچوئل ګډون وكړو ۔خپل خطاب كښې رانا مشهود احمد خان د 56 غړو هېوادونو كښې د ځوانانو پرمختګ لپاره د كامن ويلتھ سېكرټرېټ مستقل هڅې وستائېلې۔ ده د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې پاكستان د ځوانانو تعليم٬روزګار٬كاروبار٬ماحوليات او شموليت په اړه اقدامات رامخې ته كړل۔ ده ووئېل په ځوانانو سرمايه كاري د پائيدار پرمختګ بنياد دے۔ده د دولت مشتركه ترجيحات پشان د ډيجيټل تقسيم خاتمه٬تر ټېكنالوجۍ يو برابر رسنه٬ګورننس كښې د ځوانانو شموليت٬موسمياتي عمل او د ځوانانو په قيادت كښې د ماحولياتي اقدامات په وده خاص زور راوړو۔ده د يوتھ ورك پروفيشنلائزېشن او نان فارمل لرننګ موقعو زياتولو سفارش هم وكړو۔











