پاكستان اوس د تلپاتي اقتصادي نمو په لور روان دے ٬ د ودانۍ ترمخه به د وسائلو انتظام كول وي، وفاقی وزیرسینیټر اورنګزیب

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي پاكستان د استحكام منزل له ترلاسه كولو څخه وروستو اوس د تلپاتې نمو په لور روان دے٬ د ودانۍ تر مخه به د وسائلو انتظام كول وي۔ د ګل په ورځ دلته د پاپولېشن کونسل تر سېوري لاندې د ډسټرکټ ولنراېبلیټی انډېکس آف پاکستان اجراء په موقع راجوړې كړې دستورې ته خپل خطاب كښې د خزانې …

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي پاكستان د استحكام منزل له ترلاسه كولو څخه وروستو اوس د تلپاتې نمو په لور روان دے٬ د ودانۍ تر مخه به د وسائلو انتظام كول وي۔ د ګل په ورځ دلته د پاپولېشن کونسل تر سېوري لاندې د ډسټرکټ ولنراېبلیټی انډېکس آف پاکستان اجراء په موقع راجوړې كړې دستورې ته خپل خطاب كښې د خزانې وزير ووئيل پاكستان د استحكام منزل له ترلاسه كولو څخه وروستو اوس د تلپاتې نمو په لور روان دے او مهمو معاشي اشارو كښې بهترۍ څخه د دې عكاسي كيږي۔ ده ووئيل پاكستان كښې آبادۍ كښې د زياتوالي شرح نزدې 2.5 فیصد ده۔ ده ووئيل مونږ له به د آبادۍ تر مخه د خپلو وسائلو انتظام كول وي۔ ده ووئيل كوچنيان زمونږ د سباؤن لارښود دي ٬ په پاكستان كښې نزدې 40 فيصده كوچنيان سټنټنګ سره مخ دي٬ 50 فيصده انجونې د سكولونو څخه بهر دي۔ دا دواړه سنګينې مسئلې دي۔ وفاقي وزير ووئيل موسمیاتي بدلونونه هم يوه مهمه مسئله ده۔ د خزانې وزير ووئيل د خپل وزارت منصب له سنهبالولو نه وروستو په اولني ځل د آئی اېم اېف او نړيوال بېنك كلنو غونډو په موقع مې موسم مياتي بدلونونو لپاره د جوړ اتحاد د خزانې وزيرانو غونډه كښې ګډون وكړو او په دغه مهال ماته اندازه وشوه چې دا چارې په مركزي چوكاټ كښې شاملولو كښې د خزانې د وزير كردار څومره اهميت لري۔ د خزانې وزير ووئيل حکومت د وروستو پاتې او كم پرمختګ كړو ضلعو پرمختګ او دا د هېواد نورو برخو سره سمولو له اقدامات كوي۔ د خزانې وزير ووئيل سماجي پرمختګ لپاره په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې په آبادۍ كښې زياتوالې او موسمياتي بدلونونه يو بل سره نېغه په نېغه تعلق لري۔ دې سره سره د وسائلو تخصيص او په دې كښې اصلاحات هم ضروري دي۔ د خزانې وزير د اېف سي ډي او برطانيې حكومت مننه كولو سره ووئيل د برطانیې حكومت او اېف سي ډي د پاكستان حكومت سره په بېلو څانګو كښې مرسته كوي

مزید خبریں