لوك ميله 2025 پايې ته ورسيده ٬ د رنګونو ٬ ټنك ټكور او رواياتو ستر جشن

اسلام آباد۔16نومبر (اے پی پی) د لوک ورثې مرکزی كلتوري مېله’’ لوک میلہ 2025 ‘‘ د اتوار په ماښام په زړه پوري اختتامي دستورې سره پايې ته ورسېده۔ د پايې په دستوره كښې د ټولو صوبو كلتوري مظاهرې وشوې۔ په دستوره كښې ايوارډونه وركړې شول او په مېله كښې برخه اخستونكو فنكارانو او كلتوري محافظينو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د پاې دستورو كښې تر ټولو زيات زړه راكښونكې برخه …

اسلام آباد۔16نومبر (اے پی پی) د لوک ورثې مرکزی كلتوري مېله’’ لوک میلہ 2025 ‘‘ د اتوار په ماښام په زړه پوري اختتامي دستورې سره پايې ته ورسېده۔ د پايې په دستوره كښې د ټولو صوبو كلتوري مظاهرې وشوې۔ په دستوره كښې ايوارډونه وركړې شول او په مېله كښې برخه اخستونكو فنكارانو او كلتوري محافظينو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د پاې دستورو كښې تر ټولو زيات زړه راكښونكې برخه ګرېنډ کلچرل شوز وه۔ د ايوارډ دستورې مشري د لوک ورثه اي ډي ډاکټر وقاص سلیم وكړه په كومه كښې چې ماسټر آرټسټ، ځوانانو فنكارانو او نورو ته د هغوي په غوره خذماتو ايوارډونه وركړې شول۔ د پايې دستورې ته خپل خطاب كښې ډاكټر وقاص سليم په لس ورځنۍ مېله كښې د ګډون كوؤنكو مننه وكړه۔ ده وئيل دې مېلې دا ثابته كړه چې د پاكستان كلتوري اساس د اولس په زړونو كښې دے۔

مزید خبریں