اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د موجوده قومي اسمبلۍ دويم پارليماني كال په مهال قانون سازۍ كښې ښكاره تندي وليدلې شوه٬ په 28 مارچ 2025 د پېل شوي دويم پارليماني كال په مهال د 27 م آئيني بدلون په شمول 26 بېل سركاري بلونه منظور كړې شوي دي۔ دغسې په دې مهال د غړو لخوا وړاندې كړې شوي 10 نجي بلونه هم منظور كړې شول۔ د سركاري دستاوېزاتو له مخې د …
د موجوده قومي اسمبلۍ دويم پارليماني كال په مهال قانون سازۍ كښې ښكاره تندي وليدلې شوه ٬ د 27 م آئيني بدلون په شمول 26 بېل سركاري بلونه منظور كړې شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د موجوده قومي اسمبلۍ دويم پارليماني كال په مهال قانون سازۍ كښې ښكاره تندي وليدلې شوه٬ په 28 مارچ 2025 د پېل شوي دويم پارليماني كال په مهال د 27 م آئيني بدلون په شمول 26 بېل سركاري بلونه منظور كړې شوي دي۔ دغسې په دې مهال د غړو لخوا وړاندې كړې شوي 10 نجي بلونه هم منظور كړې شول۔ د سركاري دستاوېزاتو له مخې د روان پارليماني كال په مهال تر دې دمه چې كوم بلونه منظور كړې شوي دي په هغې كښې 27 م آئینی ترمیمي بل 2025،پاکستان آرمی ترمیمی بل 2025،پاکستان ائیر فورس ترمیمی بل 2025،پاکستان نیوی ترمیمی بل 2025، سپریم کورټ پریکټس اینډ پروسیجرترمیمی بل 2025،آسان کاروبار بل 2025، نیشنل سکول آف پبلک پالیسی بل 2025، انسداد دهشت ګردی ترمیمی بل 2025، پټرولیم ترمیمی بل 2025،پاکستان لینډ پورټ اتھارټی بل 2025، پاکستان سوسائټیز رجسټریشن ترمیمی بل 2025،فوجداری قوانین ترمیمی بل 2025، مالی بل 2025، آف دی ګرډ کیپټو پاور پلانټس لیوی بل 2025، دی ایکسپوز ترمیمی بل 2025، پاکستان نیوی ترمیمی بل 2025،انکم ټیکس ترمیمی بل 2025، ایکسټریډیشن ترمیمی بل 2025، نیوټرلائزیشن ترمیمی بل 2025، سول سرونټس ترمیمی بل 2025، اینټی ډمپنګ ډیوټیز ترمیمی بل 2025، فیډرل بورډ آف انټرمیډیټ اینډ سیکنډری ایجوکیشن ترمیمی بل 2025،سپیشل ټیکنالوجی زون اتھارټی ترمیمی بل 2025 او قومی کمیشن برائے اقلیتی حقوق بل 2025 شامل دے۔ دغسې د دويم پارليماني كال په مهالد غړو 10 نجی بلونه هم پاس شول۔ په دې كښې د كورنۍ جھګړې مخنيوي او د تحفظ بل 2025، لیګل پریکټیشنرز و بار کونسلز ترمیمی بل 2025،نیشنل انسټیوټ آف هېلتھ تشکیل نو ترمیمی بل 2025، اېسډ اینډ برن کرائم بل 2025، په پوهنتونونو كښې مستحق وګړو لپاره د خصوصي نشستونو مخصوص كولو بل 2025، زکواۃ وعشر ترمیمی بل 2025،ټریډ آرګنائزیشن دويم ترمیم بل 2025، د اسلام آباد د كوچنيانو د ودونو مخنيوي بل 2025، انټرنیشنل امتحانی بورډ بل 2025 او د ګھرکی انسټیټیوټ آف سائنس اینډ ټیکنالوجی بل 2025 شامل دے۔(اے پي پي وا ٢١٢٤)











