موسمياتي بحران يوازې د مالي مرستې معامله نه ده بلكې د موسمياتي انصاف تقاضا هم ده ٬ مونږ په ګرین ټرانزیشن او موسمیاتی لچک د اډانه لرونكي پرمختګ عزم لرؤ: د وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک د كوپ 30 په موقع هائی لیول کلائمیټ فنانس ډائیلاګ ته مهم خطاب

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او د ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې موسمياتي بحران يوازې د مالي مرستې معامله نه ده بلكې د موسمياتي انصاف تقاضا ده ٬ مونږ په ګرین ټرانزیشن او موسمیاتی لچک د اډانه لرونكي پرمختګ عزم لرؤ۔ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د برازيل په بېليم …

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او د ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې موسمياتي بحران يوازې د مالي مرستې معامله نه ده بلكې د موسمياتي انصاف تقاضا ده ٬ مونږ په ګرین ټرانزیشن او موسمیاتی لچک د اډانه لرونكي پرمختګ عزم لرؤ۔ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د برازيل په بېليم ښار كښې د روان كوپ -30 په موقعه روان هائی لیول کلائمیټ فنانس ډائیلاګ ته د خصوصي وېډيو پېغام د لارې خپل مهم خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل پاكستان د هندوكش – قراقرم – هماليه منطقې په لمن كښې پروت دے چرته چې نزدې 13 زره ګليشيئرز موجود دي۔ دا اباسين لپاره اوبو برابروي كوم چې د هېواد ماحولياتي او معاشي بنياد دے۔ ده ووئيل د پاكستان په نړيوال ګرین هاؤس ګېسز كښې ګډون يو فيصد څخه هم كم دے او ددې باوجوجد د نړۍ په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمي خطرو څخه زياتې ځپلې كيږي۔ ده ووئيل موسمياتي بحران يوازې د مالي مرستې معامله نه ده بلكې د موسمياتي انصاف تقاضا ده۔ ده ووئيل مونږ په ګرین ټرانزیشن او موسمیاتی لچک د اډانه لرونكي پرمختګ عزم لرؤ۔ ده ووئيل د موجوده نړيوال موسمياتي مالي مرستې تر ټولو لويه برخه هغه پورونه دي كوم چې په بنيادي توګه تعليم ٬ صحت ٬ بشري پرمختګ او نورو پرمختيائي هدفونو لپاره مختص دي خو اولس د قدرتي آفتونو دلاسه په رامخې ته كېدونكو چېلنجونو قابو موندلو له كارولې شي چې ورسره د اوږدې مودې پرمختيائي هدفونه ځپلې كيږي۔ وفاقي وزير نړيوالې مشرتابه ٬ مالي ادارو او پرمختيائي همكارانو ته اپېل وكړو چې هغوي دې يو موټې شي نه يوازې د مالي مرستې بكلې د نوې او صفا ټېكنالوجۍ تبادلې د لارې هم دغسې چې پرمختګ كوؤنكي معيشتونه تلپاتي سباؤن پلو مخ په وړاندې لاړ شي۔

مزید خبریں