د اردن د باچا عبد الله دوم سره د خپل پلاوي د ګلوبل انډسټری اینډ ډیفنس سلوشنز دورہ، د فیلډ مارشل عاصم منیر لخوا هركلے

پېنډی۔16نومبر(اے پی پی) د هاشمي سلطنت اردن فرمانروا او د اردن د وسله والو ځواكونو سپريم كمانډر شاہ اے دوم ابن الحسېن د خپلې لور شهزادی سلمه او د اردن په سول او عسكري چارواكو مشتمل پلاوي سره د ګلوبل انډسټریل اینډ ډیفنس سلوشنز (جی آئی ډی اېس) سنټر دورہ وكړه۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر، نشان امتیاز، هلال جرات ، چیف آف آرمی سټاف او نورو مشرانو چارواكو شاهي …

پېنډی۔16نومبر(اے پی پی) د هاشمي سلطنت اردن فرمانروا او د اردن د وسله والو ځواكونو سپريم كمانډر شاہ اے دوم ابن الحسېن د خپلې لور شهزادی سلمه او د اردن په سول او عسكري چارواكو مشتمل پلاوي سره د ګلوبل انډسټریل اینډ ډیفنس سلوشنز (جی آئی ډی اېس) سنټر دورہ وكړه۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر، نشان امتیاز، هلال جرات ، چیف آف آرمی سټاف او نورو مشرانو چارواكو شاهي مېلمنو ته تود هركلې ووې۔ د آئی اېس پی آر له مخې د دورې په مهال د اردن باچا ته د جی آئی ډی اېس د ساخت، صلاحیتونو او مصنوعاتو پورټ پوليو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وروستو شاه اے دوم د ټله فیلډ فائرنګ رېنج دوره هم وكړه۔ وزیر اعظم شهباز شريف هم په دې موقع موجود ؤ۔ د جمهوریه آذربائیجان د دفاعي صنعت وزير وُوګر ویله اوغلو مصطفائیف هم په فائرنګ رېنجز معزز مېلمنو كښې شامل ؤ۔ د اردن باچا او معزز مېلمنو د فائرنګ او حرکاتو مشاهده وكړه۔ شاہ اے دوم په مشق كښې د شاملو ډلو او د فضائي عملې د اعلی تربيې ٬ صلاحيت او حربي تياريانو ستائنه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د اردن باچا او د اردن اولس لپاره د پاكستان لخوا د زړه له كومي د احترام او مينې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د تلپاتې ملګرتيا ٬ شريك باور او د امن او پرمختګ ګډې جذبې عكاسي كوي۔ د دورې په مهال فیلډ مارشل سیدعاصم منیر د پاكستان او اردن ترمينځه په مضبوطه دفاعي همكارۍ زور راوړو۔ فيلډ مارشل اردن سره پوځي مرسته زياتولو ٬ د مستحكم او سولييزې منطقې شريك وژن په ګډه ترلاسه كولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ دې څخه وړاندې شاہ اردن فیلډ مارشل ته د هاشمی سلطنت اردن او پاکستان ترمينځه د دفاعي مرستې مضبوطولو كښې د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې ‘آرډر آف ملټری میرټ آف فرسټ ډګری’ ډالۍ كړو۔ د شاہ اردن د پاكستان دوره د پاكستان او هاشمي سلطنت اردن ترمينځه په ورورولۍ اډانه تاريخي اړيكو مضبوطو كښې مهم سنګ ميل ثابتيږي۔

مزید خبریں