اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې زغم ٬ دوه اړخيزه احترام او رواداري د يوې سولييزې ٬ مضبوطې او مستحكمې ټولنې بنيادي اقدار دي۔ د زغم نړيوالې ورځې په موقعه په خپل خصوصي پیغام كښې ده ووئيل په نني دور كښې همغږۍ ٬ مكالمې او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو ته زياته اړتيا ده۔ ده ووئيل پارليمان په هېواد كښې روادارۍ، …
زغم ٬ دوه اړخيزه احترام او رواداري د يوې سولييزې ٬ مضبوطې او مستحكمې ټولنې بنيادي اقدار دي٬ د قومي اسمبلۍ سسپيكر سردار اياز صادق د زغم نړيوالې ورځې په موقعه پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې زغم ٬ دوه اړخيزه احترام او رواداري د يوې سولييزې ٬ مضبوطې او مستحكمې ټولنې بنيادي اقدار دي۔ د زغم نړيوالې ورځې په موقعه په خپل خصوصي پیغام كښې ده ووئيل په نني دور كښې همغږۍ ٬ مكالمې او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو ته زياته اړتيا ده۔ ده ووئيل پارليمان په هېواد كښې روادارۍ، زغم ٬ ورورولۍ او دوه اړخيزه احترام ته د ودې وركولو عزم لري او په دې لړ كښې ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د كركې ٬ تعصب او انتها خوښۍ مقابله كولو له به ټول قام له يو موټے كېدل دوي۔ ده ووئيل حكومت او اپوزيشن دے د هېواد او قام په پراخا ګټه كښې مذاکرات، مشاورت او په تحمل اډانه لرونكو رويو ته وده وركولو سره د ټولو مسئلو حل د خبرو اترو دلارې ولټوي۔ ده هيله ولرله چې ورورولۍ ٬ همغږۍ او دوه اړخيزه احترام ته وده وركولوسره به د يو مضبوط ٬ سوكاله او پرمختګ كړي پاكستان پلو مخ په وړاندې تلل روان ساتؤ۔











