سماجي او مذهبين تفرقې ختمولو او اقليتونه په قامي چوكاټ كښې شاملولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي : وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان آئين او د بشري حقونو د نړيوال كنونشنز بنيادي روح د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد او د تحمل او زغم په پېغام اډانه لري٬ تحمل او زغم نه يوازې سماجي ښكلا ده بلكې دا اسلامي تعليماتو سره بشپړ سمون لري٬ د پاكستان آئين هم هر وګړي ته يو برابر حقونه وركوي او دا د هر يو …

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان آئين او د بشري حقونو د نړيوال كنونشنز بنيادي روح د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد او د تحمل او زغم په پېغام اډانه لري٬ تحمل او زغم نه يوازې سماجي ښكلا ده بلكې دا اسلامي تعليماتو سره بشپړ سمون لري٬ د پاكستان آئين هم هر وګړي ته يو برابر حقونه وركوي او دا د هر يو وګړي فرض دي چې هغه بېن المذاهب همغږۍ او يو بل سره د زغم اقدارو ته وده وركړي٬ سماجي او مذهبي تفرقې ختمولو او اقليتونه په قامي چوكاټ كښې شاملولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبره د تحمل او زغم نړيوالې ورځې 16 نومبر 2025 په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دا ورځ د بشري كردار د هغه خصوصيت اهميت په ډاګه كوي چې زغم كمزوري نه بلكې د حكمت ٬ صبر ٬ انسانيت او د كردار د مضبوطوالي عكاسي كوي۔ ده ووئيل د پاكستان آئين او د بشري حقونو د نړيوال كنونشنز بنيادي روح د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد او د تحمل او زغم په پېغام اډانه لري٬ تحمل او زغم نه يوازې سماجي ښكلا ده بلكې دا اسلامي تعليماتو سره بشپړ سمون لري٬ د پاكستان آئين هم هر وګړي ته يو برابر حقونه وركوي او دا د هر يو وګړي فرض دي چې هغه بېن المذاهب همغږۍ او يو بل سره د زغم اقدارو ته وده وركړي۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام سيرت د تحمل او زغم عملي نمونه وه٬ اسلامي اصول او ټول نړيوال قوانين بنيادي انساني اقدار اهميت مقدم كولو له كوم رنګ او نسل پرته انسانانو لپاره د يو برابر حقونو ترغيب وركوي۔ ده ووئيل په پاكستان ګڼ اړخيزه كلتور ٬ تهذيب او روايات ٬ بېلې ژبې په بشپړ او زړه پوري ډول قائمې دي او دا د يو قام په حېث د پاكستان حسن دے۔ وزيراعظم وئيل حكومت د بېن المذاهب همغږۍ او مذهبي تحمل په تګلار ه عمل كوي او په دې تناظر كښې پارليمنټ څخه د اقليتونو د حقونو بل 2025 منظور كړے شوے دے چې ورسره به د اقليتونو د حقونو په تحفظ او بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركولو او فعاله عملدرآمد باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې ددې لوظ پخلے وكړؤ چې مونږ به د تحمل او زغم په څير اقدار د خپلو انفرادي ٬ اجتماعي٬ سياسي او كلتوري رواياتو برخه جوړوو۔ راځۍ چې كورنۍ ٬ ټولنې او په حكومتي كچه دې ته وده وركولو او د دې عام كولو كښې خپل كردار ترسره كړؤ دغسې چې نه يوازې د موجوده ټولنې اصلاح وكړې شوو بلكې راتلونكو نسلونو ته هم د مينې ٬ زغم او ورورولۍ او يو والي زرين درس وركړې شوو۔

مزید خبریں