د پاكستان او اردن ترمينځه د تعليم ٬ كلتور او ميډيا په څانګو كښې د څلورو لوظنامو او مفاهمتي يادښتونو تبادله

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د پاكستان او اردن ترمينځه د تعليم ٬ كلتور او ميډيا په څانګو كښې د څلورو لوظنامو او مفاهمتي يادښتونو تبادله شوې ده۔ دا تبادله تېره ورځ د وزيراعظم شهباز شريف او د اردن باچا شاه اے دوم بن الحسېن په موجودګۍ كښې په يوه دستوره كښې شوې۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د پاكستان او اردن ترمينځه كلتوري مرستې …

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د پاكستان او اردن ترمينځه د تعليم ٬ كلتور او ميډيا په څانګو كښې د څلورو لوظنامو او مفاهمتي يادښتونو تبادله شوې ده۔ دا تبادله تېره ورځ د وزيراعظم شهباز شريف او د اردن باچا شاه اے دوم بن الحسېن په موجودګۍ كښې په يوه دستوره كښې شوې۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د پاكستان او اردن ترمينځه كلتوري مرستې لپاره د تفاهم د يادښت تبادله د پاكستان د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د اردن د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اېمن صفادی ترمينځه وشوه۔ د پاکستان ټيلي ويژن كارپورېشن لمېټډ او جارډن رېډيو اېنډ تيليويژن ترمينځه د همكارۍ لوظنامې تبادله د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او او د اردن نائب وزيراعظم او خارجه وزير اېمن صفادی ترمينځه وشوه۔ يونیورسټی آف جارډن كښې د اردو او مطالعه پاکستان چیئرز جوړولو سره د اړوند مفاهمتي يادښت تبادله د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك او د اردن د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اېمن صفادی ترمينځه وشوه۔

مزید خبریں