بلومبرګ د پاکستان د اقتصاد او پانګوالو د باور د بحالۍ اعلان کړے دے

اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی): ۔د بلومبرګ نړیوالې مجلې د پاکستان د اقتصاد او پانګوالو د باور د بحالۍ اعلان کړے دے۔ د بلومبرګ نړیوالې مجلې په وینا، د پاکستان د ډالرو بانډونو په قدر كښې د زياتوالي روان پاتې كېدو امكان دے٬ سږکال ۲۴.۵٪ منافعې سره په اېشيا كښې تر ټولو وړاندې دې۔ د بلوم برګ له مخې پاکستان د تېرو دوو کلونو په مقابله كښې اوس د نړیوال …

اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی): ۔د بلومبرګ نړیوالې مجلې د پاکستان د اقتصاد او پانګوالو د باور د بحالۍ اعلان کړے دے۔ د بلومبرګ نړیوالې مجلې په وینا، د پاکستان د ډالرو بانډونو په قدر كښې د زياتوالي روان پاتې كېدو امكان دے٬ سږکال ۲۴.۵٪ منافعې سره په اېشيا كښې تر ټولو وړاندې دې۔ د بلوم برګ له مخې پاکستان د تېرو دوو کلونو په مقابله كښې اوس د نړیوال پور ماركيټ ته بیرته ستنېدو لپاره چمتو دے۔ د ایس اینډ پی ګلوبل او فیچ رېټېنګ د پاکستان د کرېډېټ درجه بندي لوړه کړې، چې د پانګوالو باور یې پیاوړی کړے دے. د بلومبرګ د وېنا له مخې د پاكستان سږ كال د يوآن بانډز او په كال 2026 كښې يورو بانډ ماركيټ ته د بېرته ستنېدو منصوبه هم چمتؤ ده۔ د پاكستاني ډالر بانډز نړيوال ماركيټ ته ستنېدو د سرمايه كارو باور يو په دوه كړې۔ د نړيوال معاشي پوهانو له مخې راروانو 6 څخه تر 12 مياشتو په نړيوال ريټنګ كښې بهتري او نړيوال ماركيټ ته لاس رسي د پاكستان دمعاشي بحالۍ په محركات كښې شامل دي۔ په نړيوال مالياتي پلېټ فارم د پاكستاني معشيت مثبت اشارې د اقتصادي استحكام ښكاره ثبوت دے۔

مزید خبریں