د وزيراعظم شهباز شریف د سریلانکا په ضد د ون ډے سيريز په ګټلو ملي لوبډلې له مباركي

اسلام آباد- 15 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شریف د سریلانکا په ضد د يو ورځني مېچونو سيريز په ګټلو ملي لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم وویل چې د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې د سریلانکا په ضد د يو ورځني مېچونو سريز په خپل نوم كولو سره د هېواد نامه روښانه كړې ده٬ په دې زړه پورې كاميابۍ زه …

اسلام آباد- 15 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شریف د سریلانکا په ضد د يو ورځني مېچونو سيريز په ګټلو ملي لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم وویل چې د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې د سریلانکا په ضد د يو ورځني مېچونو سريز په خپل نوم كولو سره د هېواد نامه روښانه كړې ده٬ په دې زړه پورې كاميابۍ زه ملي لوبډلې له مباركي وركوم۔ وزيراعظم د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي او د هغه د ډلې غوره كاركردګي هم ستائلو سره په خپل پېغام كښې ووئيل چې کرکټ یو ځل بیا د یووالي او پیوستون یون ښكلے مثال وړاندے كړے دے۔ وزيراعظم د سریلانکا لوبغاړو او انتظاميې هم مننه وكړه د كومو دوره چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانۍ ٬ پياوړو او ملګرتيا اړيكو عكاسي كوي۔

مزید خبریں