پاكستان په يوولسم نومبر د بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس کاميابۍ سره كوربتوت كړے۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) پاكستان په يوولسم نومبر د بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس په کاميابۍ سره كوربتوت كړے٬ چې پكښې وزيراعظم٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير او د بېلا روس٬ يو اے اي٬ سوريه او نورو هېوادونو پلاويو ګډون كړې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د اوونيز بريفنګ په مهال په دې خبره رڼا واچوله چه نائب وزيراعظم د دوېمې ورځې …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) پاكستان په يوولسم نومبر د بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس په کاميابۍ سره كوربتوت كړے٬ چې پكښې وزيراعظم٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير او د بېلا روس٬ يو اے اي٬ سوريه او نورو هېوادونو پلاويو ګډون كړې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د اوونيز بريفنګ په مهال په دې خبره رڼا واچوله چه نائب وزيراعظم د دوېمې ورځې د پرانستې غونډې مشري كړې او په دوره راغلې پارلماني مشرانو سره ئې دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي٬ د خبرو اترو په مهال پارلماني مرستې، سيمه رابطو او د امن ودې كښې د قانون سازۍ مشتركه ذمه وارو پلو پام ګرځولے شوې۔ وياند طاهر حسېن اندرابي د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټيټيوټ په اهتمام كښې د شپږم مارګله ډائيلاګ پلو هم پام وګرځولو چې پكښې د “نړيوال نظام سباٶن: مرسته يا محاذ آرائي” په موضوع د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووېيل چې نائب وزيراعظم خپله وېنا كښې خبردارې وركړو چې يو اړخيزه٬ د بلاك سياست او د زيات شوې تجارتي جنګونو له امله ګڼ اړخيزه نظام ختمېږي٬ ده د ګڼ اړخيزه ادارو مضبوطولو او د نړيوال قانون٬ نړيوال امن او تل پاتي پرمختګ لوظونو ته د ودې وركولو په سمدستي ضرورت زور راوړو۔ وياند ووئيل پاکستان د انډس واټر ټريټي له مخې د اګست كال 2025 د خپلې پرېكړې په اړخونو د ثالثي عدالت وضاحتونه نوټ كړي دي۔ ده ووئيل اګرچه هند په دې كښې برخه اخستل معطل ساتلې ده خو د هند په درخواست پېل شوې د غير جانبدار ماهر کارروائي به جاري وي۔ د هند د خارجه وزارت په بيان خپل غبرګون كښې طاهر حسېن اندرابي د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د اتومي تجربو په اړه بيان د پاکستان اتومي رېكارډ سره د تړلو په هڅو تنقيد كړے ۔ وياند د هند بيانونه تحريف او غلط بياني ګرځولو سره ووئيل چې پاکستان په آخري ځل په كال 1998 كښې اتومي تجربې كړې وې او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ئې پرله پسې ملاتړ كړے دے چې پكښې په اتومي تجربو د نړيوالو بنديزونو مطالبه شوې وه۔ ده د پاکستان محفوظ او مضبوط اتومي کمانډ اينډ کنټرول سسټم موازنه په دې وروستي كلونو كښې د اتومي موادو د غلا او د غېر قانوني قاچاق د هند خطرناک ريکارډ سره وكړه٬ طاهر حسين اندرابي د جارجيا-آذربائيجان پولې سره نزدې د سي 130 الوتكې په ناوړې پېښه د تركيه حكومت او اولس سره د پاكستان غم او دړد سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ ده د ميډيا د غړو مننه وكړه او په سفارتي رابطو، سيمه ايزه سلامتيا او د ترهګرۍ مخنيوي پاليسو سپېځلې رابطو لپاره ېې د پاكستان د عزم پخلې وكړٶ۔

مزید خبریں