اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان د "يوم الفتح" په پنځمه سالګره كښې ګډون كړې۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د آذربائيجان د "يوم فتح" د پنځمې سالګرې په موقع د صدر الهام عليوف په بلنه د وزيراعظم شهباز شريف د باکو د اوسنۍ دورې تذكره وكړه۔ ده ووئيل چې دواړو مشرانو د …
وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان د “يوم الفتح” په پنځمه سالګره كښې ګډون كړې۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان د “يوم الفتح” په پنځمه سالګره كښې ګډون كړې۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د آذربائيجان د “يوم فتح” د پنځمې سالګرې په موقع د صدر الهام عليوف په بلنه د وزيراعظم شهباز شريف د باکو د اوسنۍ دورې تذكره وكړه۔ ده ووئيل چې دواړو مشرانو د اوږدې مودې اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستې او سياست، توان، رابطے، تجارت او په دفاع كښې مرسته قوي كولو لپاره سلا شوې٬ وزيراعظم د آذربائيجان آرمينيا سره په تاريخي امن لوظنامې مباركي وركولو سره د كاراباخ په مسئله د پاکستان د ملاتړ پخلې وكړو٬ په باكو كښې د “يوم فتح” په عظيم الشان پريډ كښې د پاك پوځ يوې ډلې هم برخه اخستې۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره هم ملاقات كړې۔











