په كريډټ ريټنګ كښې بهتري او په نړيوالو كيپټل ماركيټونو كښې دبيا داخليدو منصوبو سره د سرمايه كارانو باور سوا كيږي ٬ د پاكستان په ډالر بانډز كښې د اضافې رجحان روان پاتے كيدو امكان دے : بلوم برګ

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) بلوم برګ وئيلي دي چې په كريډټ ريټنګ كښې بهتري او په نړيوالو كيپټل ماركيټونو كښې دبيا داخليدو منصوبو سره د سرمايه كارانو باور سوا كيږي ٬ د دې په نتيجه كښې د پاكستان په ډالر بانډز كښې د اضافې رجحان روان پاتے كيدو امكان دے۔ دا خبره نړيوالې ادارې بلوم برګ په خپل اوسني رپورټ كښې كړې ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې …

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) بلوم برګ وئيلي دي چې په كريډټ ريټنګ كښې بهتري او په نړيوالو كيپټل ماركيټونو كښې دبيا داخليدو منصوبو سره د سرمايه كارانو باور سوا كيږي ٬ د دې په نتيجه كښې د پاكستان په ډالر بانډز كښې د اضافې رجحان روان پاتے كيدو امكان دے۔ دا خبره نړيوالې ادارې بلوم برګ په خپل اوسني رپورټ كښې كړې ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې پاکستان د روان كال تر پايې په چينائي كرنسۍ يوان د بانډز جاري كولو او په كال 2026ء كښې نزدې 500 كاله پس په اولني ځل د يورو بانډ ماركيټ ته بېرته راوړلو اراده لري۔ د رپورټ له مخې په نړيوال كېپټل ماركيټونو كښې بېرته راتللو سره د پاكستان هڅو څخه دا ثابتېږي چې هغه په خپلو مالياتي ذريعو كښې تنوع پېدا كولو او په نړيوال مالياتي فنډ د انحصار كمولو په لاره روان دے۔ د پاکستان ډالر بانډز د روان كال په مهال تر دې دمه 24.5 فیصد منافع وركړې ده كومه چې په آسيا كښې تر ټولو زياته ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د كرېډټ رېټنګ درې نړيوالو ايجنسو د پاكستان كرېډټ رېټنګ ښه كړے دے۔ په دې مهال د خزانر وزير سلاكار خرم شهزاد ووئيل پاكستان د 500 كاله دمې وروستو د ډالرز بانډز دلارې د فنډ ترلاسه كولو منصوبه لري۔ ده ووئيل په راروان مالي كښې يورو بانډز ماركيټ څخه د استفادې كولو اراده لرؤ۔

مزید خبریں