د 27م آئيني بدلون د لارې به اولس ته انصاف ترلاسه شي٬ آئيني مسئلې به په سپيځلې ډول حل كړې شي: خواجه آصف

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزيرخواجه آصف وئيلي دي چې د 27م آئيني بدلون د لارې به اولس ته انصاف ترلاسه شي٬ آئيني مسئلې به په سپېځلې ډول حل كولو كښې مرسته وشي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل آئين دې ايوان له واك وركړېدے او پارلمان سپريم دے ۔ ده ووئيل دا پرېكړه به اپوزيشن له كول وي …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزيرخواجه آصف وئيلي دي چې د 27م آئيني بدلون د لارې به اولس ته انصاف ترلاسه شي٬ آئيني مسئلې به په سپېځلې ډول حل كولو كښې مرسته وشي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل آئين دې ايوان له واك وركړېدے او پارلمان سپريم دے ۔ ده ووئيل دا پرېكړه به اپوزيشن له كول وي چې ھغوي د پاكستان د آئين وفادار دي يا د فرد واحد۔ ده ووېيل چې وانا او په اسلام آباد كښې د ترهګرۍ پېښې شوې دي٬ په دې اپوزيشن غلے پاتے شوے دے، دوي له پرېكړه كول دي چې دوي پاکستان سره ولاړ دي يا عسکريت خوښو سره ٬ دا خلق د پاکستان آئين، ادارو، په خاص توګه پارلمان سره نه دي بلكې خپلو مفادو سره ولاړ دي۔

مزید خبریں