د يمن پھ مكله ښار كښې په ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونو كښې 42 تنه مړه شوي دي

عدن 28 جون (اے پی پی) د يمن پھ مكله ښار كښې د ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونو په نتيجه كښې 42 تنه مړه شوي دي۔ داعش د دې بريدونو ذمه واري قبوله كړې۔ د مينځني ولايت ګورنر احمد سعيد د فرانس خبري اژانس سره پھ خبرو كښې ووئيل چې د مكله ښار پھ څلورو برخو كښې پنځه ځانمرګي بريدونه شوي كومو كښې چې درې په امنيتي چېك پوستو شوي كله چې امنيتي اهلكار د روژه ماتي په تيارو كښې بوښت وو۔ امنيتي ځواكونو وئېلي دي چې په وړومبي بريد كښې پھ موټر سائيكل ناست ځانمرګي بريد كونكي خپل ځان په چاودنه والوزولو۔ نورو دوه بريد كونكو هغه مهال خپل ځان پھ چاودنه والوزولو كله چې هغوي اهلكارو ته نزدې ورسېدل۔ پھ مړو شويو كښې لاروې مېرمن او ماشومان هم شامل دي۔ له بلې خوا شرخوښي تنظيم داعش د دې بريدونو ذمه واري قبلولو سره په خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې 8 ځانمرګي بريد كونكو په خپلو بريدونو كښې د يمن د امنيتي ځواكونو 50 اهلكار وژلي دي