د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان په خيبر پښتونخوا كښې د نوې ټول پلازو جوړولو هدايت

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان په خيبر پښتونخوا كښې د نوې ټول پلازو جوړولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې ټول پلازو څخه ترلاسه كېدونكې آمدني به د خېبر پښتونخوا د سترو لارو په نظام مصرف كولې شي٬ ټول پلازو ته زيان رسول به زغملے نه شي٬ په دې كښې د ككړ كسانو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان په خيبر پښتونخوا كښې د نوې ټول پلازو جوړولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې ټول پلازو څخه ترلاسه كېدونكې آمدني به د خېبر پښتونخوا د سترو لارو په نظام مصرف كولې شي٬ ټول پلازو ته زيان رسول به زغملے نه شي٬ په دې كښې د ككړ كسانو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د اېن اېچ اے چارواكو غونډې ته د روانو منصوبو او مالي واجباتو په اړه بريفنګ وركړو۔ عبدالعلیم خان هدايت وكړو چې په خېبر پښتونخوا كښې دې نوې ټول پلازې جوړې كړې شي۔ ده ووئيل ټول پلازو څخه ترلاسه كېدونكې آمدني به د خېبر پښتونخوا د سترو لارو په نظام مصرف كولې شي۔ ده ووئيل د محصولاتو وصولي پرمختيائي او د بيا رغونې منصوبو تسلسل لپاره ضروري ده۔ وفاقي وزير عبد العليم خان ووئيل چې يو كروړ څخه د زيات واجباتو منصوبو دې انسپكشن لازمي وكړې شي۔ ده ووئيل د مواصلاتو سېكرټري به په ذاتي توګه د منصوبو دوره كوي۔ ده ووئيل منظوري به له معائنې وروستو وركولې شي۔ ده ووئيل ټول پلازو ته زيان رسول به زغملې نه شي٬ د ككړو وګړو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل چاته به د كرپشن اجازه وركولې نه شي۔ په هره كچه به چارواكو له ايماندارۍ سره كار كول باوري كول وي۔ په غونډه كښې د مواصلاتو سېكرټري علی شیر محسود او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں