د سپيكر سردار اياز صادق جسټس امين الدين خان له د وفاقي آئيني عدالت د اولني چيف جسټس په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صداق جسټس امين الدين خان له د وفاقي آئيني عدالت د اولني چيف جسټس په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د مباركۍ په خپل پېغام كښې ده چيف جسټس امین الدین خان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې د وفاقي آئيني عدالت منصب سنبالول يو لوے اعزاز دے۔ …

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صداق جسټس امين الدين خان له د وفاقي آئيني عدالت د اولني چيف جسټس په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د مباركۍ په خپل پېغام كښې ده چيف جسټس امین الدین خان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې د وفاقي آئيني عدالت منصب سنبالول يو لوے اعزاز دے۔ د چيف جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې به وفاقي آئيني عدالت د انصاف په رسولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د انصاف عادلانه او فعاله نظام د مضبوط جمهوريت او د هېواد د پرمختګ بنياد دے۔ ده ووئيل هيله ده چې جسټس امين الدين خان به د آئين او قانون له مخې عدالتي نظام لا مضبوط كړي۔ ده ووئيل د چيف جسټس امين دين خان كاميابۍ او اعزاز لپاره لاس په دعا يم

مزید خبریں