آرمي، ائيرفورس، نيوي بلز او پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ كښې بدلونونه د 27م آئيني ترميم له مخې شويدي۔ اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې آرمي، ائيرفورس، نيوي بلز او پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ كښې بدلونونه د 27م آئيني ترميم له مخې شويدي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وضاحتي بيان كښې ده ووئيل چې آرمي، ائيرفورس، نيوي بلز او پرېکټس اېنډ پروسيجر ايکټ كښې د بدلونونو مقصد دا 27م آئيني ترميم سره هم …

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې آرمي، ائيرفورس، نيوي بلز او پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ كښې بدلونونه د 27م آئيني ترميم له مخې شويدي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وضاحتي بيان كښې ده ووئيل چې آرمي، ائيرفورس، نيوي بلز او پرېکټس اېنډ پروسيجر ايکټ كښې د بدلونونو مقصد دا 27م آئيني ترميم سره هم آهنګ كول دي٬ په آرمي اېکټ كښې چې كوم بدلون شوې د ھغې له مخې به اوس د آرمي چيف چوكۍ اوس په چيف آف ډيفنس فورسز سره بدله شوې ده٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمېن چوكۍ به د موجوده جوائنټ جائنټ چيفس آف سټاف چيئرمين په ريټائرمنټ ختمه شي، د چيف آف ډيفنس فورسز د چوكۍ موده به پنځه كاله وي او د تعيناتۍ نيټې څخه به موده شمېرلې كېږي٬ دغسې د ائير فورس او نيوي بلونو كښې هم ضروري بدلونونه شوي دي٬ په سپريم کورټ پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ كښې هم بدلۍ شوې دي، آئيني بينچز وجود نه لري او د آئين له مخې كورټ جوړ كړې شوې٬ په دې كښې وړومبۍ تعيناتي د چيف جسټس كېدل دي په دې لړ كښې به وزيراعظم سمري جاري كوي، كوم كوم ځائ چې د آئيني بينچز ذکر ٶ ھغه حذف كړې شوې دي ٬ په دې حواله د ايوان مننه كول غواړم۔

مزید خبریں