اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګیلاني سره د روسيې فيډرېشن كونسل نائب سپيكر کونسټینټا ین کوساچوف، د بارباډوس سپیکرآرتھر یوجین هولډر، د فلسطین نیشنل کونسل سپیکر روحی فتوح، د روانډا سینیټ صدر فیرینک کویس ژویر کولندھا، د الجیریا پارلیمنټ غړي سعد ارائوس او نورو مشرانو جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې پارليماني پلاؤ ملاقاتونو كښې اسلام آباد كښې …
سيد يوسف رضا ګيلاني سره د روسيې فيډريشن كونسل نائب سپيكر٬د بار باډوس سپيكر٬فلسطين نيشنل كونسل سپيكر٬ د الجيريا پارليمنټ غړو او نورو مشرانو جلا جلا ملاقاتونه

مزید خبریں
اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګیلاني سره د روسيې فيډرېشن كونسل نائب سپيكر کونسټینټا ین کوساچوف، د بارباډوس سپیکرآرتھر یوجین هولډر، د فلسطین نیشنل کونسل سپیکر روحی فتوح، د روانډا سینیټ صدر فیرینک کویس ژویر کولندھا، د الجیریا پارلیمنټ غړي سعد ارائوس او نورو مشرانو جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې پارليماني پلاؤ ملاقاتونو كښې اسلام آباد كښې د شوي ځانمرګي بريد غندنه وكړه او پاكستان سره يۍ د يو والي څرګندونه وكړه۔غېر ملكي مندوبينو دا پیښه بزدلانه كاروائي ګرځولې او وئېلې يې دي چې د داسې ډول پېښو چې څومره هم غندنه وشي كمه ده۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګیلاني په بين الپارليماني اسپيكرز كنفرنس كښې په ګډون كولو د ټولو پارليماني پلاؤ مننه وكړه او وې ويل چې دا موضوع د وخت مناسبت او اهميت لحاظ سره تر ټولو زيات مهمه دے او مونږ له به د پارليماني لارښود په حېث امن٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل چې آئي اېس سي يو داسې پلېټ فارم دے چرته چې د نړۍ مهم پارليماني لارښود٬ نمائندګان او مندوبين د يو بل تجربو څخه د استفادې كولو موقع برابروي۔ د روسيې پلاوي سره خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچې پلاوي تبادلو لړۍ خوشبينه ده۔ د سينيټ چيئرمېن د روس نائب سپيكر او د هغه د پلاوي خاص مننه وكړه۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه ښه رابطه كارۍ پېل شوې ده۔ ده د روس پارليماني قيادت او د روس صدر لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د روس ډپټي سپيكر اسلام آباد كښې په شوې بمي چاودنه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده د سينيټ چيِئرمين ته په كامياب بين الپارليماني كنفرنس كولو او مثالي انتظامات مباركي وركړه۔ د بار باډوس سپيكر آرتهريو جين هولډر سره په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان بار باډوس دوه اړخيزه مرسته مهمه وګرځوله۔ د فلسطين نېشنل كونسل سپيكر روحي فتوح سره د ملاقات په مهال د سينيټ چيئرمېن د فلسطيني اولس حوصلې او عزم ستائنه وكړه او هغوي ته يۍ پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې مينځني ختيز كښې تل پاتې امن لپاره د فلسطين مسئلې حل د فلسطين اولس هيلو او ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې ضرورې دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان به د فلسطيي ورونړو خوېندو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته روان ساتي۔ د الجيريا پارليماني غړي سعد راؤس بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كول ډېر مهم ګرځولو سره وئېلي دي چې د دې ډول فورمز په سبب نړيوال پارليماني غړي او پارليماني لارښودو سره د خيالاتو تبادلې موقع ترلاسه كېږي۔ د سينيټ چيئرمېن د ايراني پلاوي ګډون مهم ګرځولو سره وئېلي دي چې امن٬پرمختګ او خوشحالي د پاكستان او ايران شريك وژن دے۔د سينيټ چيئرمېن سره د مالديپ پلاوي هم ملاقات وكړو او كنفرنس كښې په ګډون يۍ د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ ملاقات كونكي پلاوي كښې د ملائېشيا٬متحده عرب امارات او سوريې پلاوي هم شامل وو۔د سينيټ چيئرمېن په دې ملاقاتونو كښې د ملائېشيا٬متحده عرب امارات او سوريې پلاوي سره په اړيكو او په مرسته رڼا واچوله او د دې مرستې او ودې ضرورت يۍ زور راوړو۔











