اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني هيله څرګنده كړې ده چې زه به سېنېټر سېف اے ابړو د استعفی پهٰ بېرته اخستو اماده كړم۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرو كښې يوسف رضا ګيلاني ووئيل د 27م آئيني بدلون مسوده سېنېټ څخه د وړاندې نه منظوره شوې نه وه ٬ اپوزيشن چې په بدلون كښې كومه بهتري …
هيله ده چې سينيټر سيف اے ابړو به د استعفی په بيرته اخستو اماده كړم۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني هيله څرګنده كړې ده چې زه به سېنېټر سېف اے ابړو د استعفی پهٰ بېرته اخستو اماده كړم۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرو كښې يوسف رضا ګيلاني ووئيل د 27م آئيني بدلون مسوده سېنېټ څخه د وړاندې نه منظوره شوې نه وه ٬ اپوزيشن چې په بدلون كښې كومه بهتري غوښته ھغه مو وكړه۔ ده ووئيل د سيف اے ابړو تحريري استعفی نه ده ترلاسه شوې چې كله راشي نو كېدې شي هغه راوبلم د استعفی په بېرته اخستو ئې اماده كړم۔ د يادونې وړ ده چې سېف اے ابړو په سېنېټ كښې د 27م آئيني بدلون په ملاتړ كښې د ووټ وركولو نه پس د وېنا په مهال د استعفی وركولو اعلان كړے ٶ۔











