اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی)په لوک ورثه شكرپړياں كښې د روانې لوك مېلې 2025 په اوومه ورځ د آزاد جمو وكشمير كلچر نائټ ګډون كوونكي مسحور كړل۔ دوه لكه څخه زياتو مينه والو په كشميركلچر نائټ كښې ګډون وكړو۔په دې موقع نوموړو سندر غاړو خپل پرفارمنسز وړاندې كړل۔ په دې محفل كښې ګډونكو فنكارانو كښې الطاف میر، عاشق حسین بټ، سهیل عباسی، سید دلاور عباس، نادر خان، حنا عباسی، شکیل …
د لوك ميلې په اوومه ورځ د آزاد جمو وكشمير كلچر نائټ ګډون كوونكي مسحور كړل

مزید خبریں
اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی)په لوک ورثه شكرپړياں كښې د روانې لوك مېلې 2025 په اوومه ورځ د آزاد جمو وكشمير كلچر نائټ ګډون كوونكي مسحور كړل۔ دوه لكه څخه زياتو مينه والو په كشميركلچر نائټ كښې ګډون وكړو۔په دې موقع نوموړو سندر غاړو خپل پرفارمنسز وړاندې كړل۔ په دې محفل كښې ګډونكو فنكارانو كښې الطاف میر، عاشق حسین بټ، سهیل عباسی، سید دلاور عباس، نادر خان، حنا عباسی، شکیل احمد میر، شهزیب حسین، سجاد کشمیری، نتاشا خان، راجہ عمران، بسط شیخ، نومان سلیم، بابر پنجکوټی شامل ؤ۔ ګډون كوؤنكو د فنكارانو د فن ستائنه وكړه۔ د لوك مېلې په مهال د زرګونو په شمېر سلګرو بېلو كلتوري پوېلینز، د دستکارۍ سټالونو ٬ روايتي خوراكونو ٬ پپټ شوز او سيمه ايزو نندارتونونو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر اېم وقاص سليم ووئيل لوك مېله د پاكستان د ژوندو كلتورونو جشن دے كوم چې مونږ ته دا يادوي چې زمونږ تنوع زمونږ اصل طاقت دے۔لوك مېله سهار10 بجو څخه تر شپې 10 بجو جاري او دا به تر 16 نومبر دوام لري











