په دار فور كښې په نسلي بنيادونو ميرمنې او كوچنيان وژلې او ظلم زياتي سره مخ كولې شي: ملكري ملتونه

ملګري ملتونه ۔13نومبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم وئيلي چې د سوډان الفاشر ښار څخه بې كوره كړې شوو مېرمنو د نیم فوجی ګروپ "رېپډ سپورټ فورسز" لخوا په ښار له قبضې وروستو د خپلو كوچنيانو په منظم توګه د وژل كېدو او د هغوي د تخښتول كېدو اطلاع وركړې ده۔ د یو اېن نیوز له مخې مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د مشرقی او جنوبی افریقا ريجنل …

ملګري ملتونه ۔13نومبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم وئيلي چې د سوډان الفاشر ښار څخه بې كوره كړې شوو مېرمنو د نیم فوجی ګروپ “رېپډ سپورټ فورسز” لخوا په ښار له قبضې وروستو د خپلو كوچنيانو په منظم توګه د وژل كېدو او د هغوي د تخښتول كېدو اطلاع وركړې ده۔ د یو اېن نیوز له مخې مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د مشرقی او جنوبی افریقا ريجنل ډائرېكټر انا موټاوتی په جنېوا كښې خبريالانو ته ووئيل دې مېرمنو سره زيات ظلم روان دے۔ دوئي ووئيل په سوډان كښې د مېرمنو مړي د جرمونو منظر وړاندې كوي دغلته كومه سيمه محفوظ نه ده پاتې شوې۔ قحط سره مخ په دارفور كښې نزدې 11 ملینه مېرمنې او انجونو د خوراك سخت كمي سره مخ دي۔ د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم خبردارې وركړې دې چې د خورك د تكل په مهال په دوئي تشدد كولې شي۔