اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) په بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس كښې له ګډون وروسته د ايران پلاوي هېواد ته ستون شوې۔ د سينيټ سېکرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې د ډپټي هېډ آف دي هاؤس ډاکټر علي نيك زاد سمارين په مشرۍ كښې پلاوي كښې علي بابائي کرنامي ، انور بجارزهي او خوش سيما سره سره نور سټاف او معاونين هم شامل وو۔ د اسلام آباد په …
بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس كښې له ګډون وروسته ايرانې پلاوې ستون شو

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) په بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس كښې له ګډون وروسته د ايران پلاوي هېواد ته ستون شوې۔ د سينيټ سېکرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې د ډپټي هېډ آف دي هاؤس ډاکټر علي نيك زاد سمارين په مشرۍ كښې پلاوي كښې علي بابائي کرنامي ، انور بجارزهي او خوش سيما سره سره نور سټاف او معاونين هم شامل وو۔ د اسلام آباد په هوائي مېدان د سېنېټ لوړ پورو ايراني پلاوي ته په مخه ښه ووې۔ د ايران پلاوي د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې د كامياب بېن الپارلماني سپيکرز کنفرنس ستائنه وكړه٬ پلاوي ووئيل چې د پاكستان نړيوال امن٬ پارلماني مرستې او د شريك پرمختګ ودې لپاره شوې هڅې د ستائنې وړ دي۔ پلاوي د پاكستان حكومت٬ پارلمان او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔











