اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحٰق ډار وئيلي دي چې هر غړي ته د پارلماني ووټ وركولو آئيني او جمهوري حق ترلاسه دے ٬ كه يو تن د پارټۍ د امر په ضد ووټ وركوي نو د ھغه د ضمير بايد احترام وشي٬ ځكه چې په سياسي پرېكړو د ذاتي وجدان فشار د جمهوريت منافي دے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ …
پارليماني رائے وركول د هر غړي آئيني حق دے٬ د ضمير له مخې پريكړه د جمهوريت روح دے، سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحٰق ډار وئيلي دي چې هر غړي ته د پارلماني ووټ وركولو آئيني او جمهوري حق ترلاسه دے ٬ كه يو تن د پارټۍ د امر په ضد ووټ وركوي نو د ھغه د ضمير بايد احترام وشي٬ ځكه چې په سياسي پرېكړو د ذاتي وجدان فشار د جمهوريت منافي دے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د رائے وركولو عمل بشپړېدو نه وروسته دا اغيزمن كېږي او كوم كسان چې د ضمير له مخې ووټ وركوي ھغوي له زياتره د دې پرېكړې سياسي قېمت هم ادا كول وي۔ ده ووئيل پارټۍ او كاركنانو له پكار دي چې د مقدس نومونو د كاغذونو احترام وكړي او اختلافِ رائے په جمهوري ډول برداشت كړي۔ د 27م آئيني بدلون د منظورۍ په موقع د مننې څرګندونه كولو سره سينيټر اسحاق ډار ووئيل زه د ټول سينيټرز مننه كوم چا چې د دې بدلون په حق كښې ووټ وركړې٬ دا بدلون د بشپړه رولز اينډ رېګولېشنز له مخې منظور كړے شوېدے٬ زه لاس په دعا يم چې دا كاروايي د هېواد بهترۍ لپاره استعمال شي، د ووټ وركولو عمل نه وروسته به نتيجې نوټيفائي كولې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې وربل او اعلانيه استعفٰی كوم آئيني حيثيت نه لري۔ ده ووئيل په جمهوريت كښې د اختلافات حل د بحث، مکالمې او د دليل د لارې بايد ولټولې شي او هم دا طرز عمل قامي اتفاق رائے او پارلماني وقار مضبوطوي











