بګوټا 28 جون (اے پی پی) په كولمبيا كښې پوځي چورلكه رالوېدو سره تباه شوې او پھ نتيجه كښې يې 17 پوځي اهلكار مړه شوي دي۔ د كولمبيا پوځ لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې پوځي الوتكه اېم آئي 17 پھ مينځني لوېديزه سيمه كښې د خالي پھ ورځ بې دركه شوې كومه چې د خراب موسم له امله رالوېدو سره تباه شوې او پھ نتيجه كښې 17 پوځي اهلكار مړه شوي دي۔ د بيان له مخې د رېسكيو اهلكارو د پیښې د ځاي څخه د پوځي اهلكارو مړي منتقل كړي۔ اولس مشر جوآن مينوئل سانتوس پھ خپل بيان كښې پھ دې پیښه د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې داسې ښكارېږي چې په چورلكه كښې ناست ټول اهلكار مړه شوي دي۔ ده ووئيل چې دا چورلكه د ياغيانو په ضد پھ عملياتو كښې بوښت وه۔ د پیښې پلټنې پیل شوې دي