په ميثاق جمهوريت كښې د آئيني عدالت جوړولو خوب 19 كاله وروستو ريښتيا شو ٬ د فتنة الخوارج او د پاكستان د دښمنانو له حركتونو څخه خبر يوو٬ وړاندې مو هم خله ماتې ځواب وركړے ؤ او بيا به يۍ هم وركوو۔ د وزيراعظم شهباز شريف په قومي اسمبلۍ كښې خطاب

اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په ميثاق جمهوريت كښې د آئيني عدالت جوړولو خوب 19 كاله وروستو ريښتيا شو ٬ د فتنة الخوارج او د پاكستان د دښمنانو له حركتونو څخه خبر يوو٬ وړاندې مو هم خله ماتې ځواب وركړے ؤ او بيا به يۍ هم وركوو٬ غواړو چې د پاكستان به شمول ټوله منطقه د پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړه شي٬ قومي يووالي او …

اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په ميثاق جمهوريت كښې د آئيني عدالت جوړولو خوب 19 كاله وروستو ريښتيا شو ٬ د فتنة الخوارج او د پاكستان د دښمنانو له حركتونو څخه خبر يوو٬ وړاندې مو هم خله ماتې ځواب وركړے ؤ او بيا به يۍ هم وركوو٬ غواړو چې د پاكستان به شمول ټوله منطقه د پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړه شي٬ قومي يووالي او وفاق لپاره 100 كالا باغ ډېم دې قربان شي۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د 27 م آئيني بدلون له منظورۍ څخه وروستو خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل دې ايوان د يووالي څرګندونه كولو سره قامي يووالي ته وده وركړې ده۔ په دې د ټولو سياسي ګوندونو او د هغوي د مشرانو مننه كوم۔ ده ووئيل تېره ورځ زمونږ شفيق ملګرے سېېنټر عرفان صديقي په حق ورسېد۔ هغه د استاذانو استاذ ؤ۔ پاك پروردګار دے هغه ته د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل تېره ورځ په وانا كښې ترهګرو يو وارې بيا ناوړه حركت وكړو۔ ده ووئيل د بده مرغه په خوارجو كښې د افغانستان كسان شامل وو كوم چې ټول ووژل شول۔ ټول كېډټس او استاذان بچ كړې شول۔ په دې ټول قام ته مباركي وركوم او د وسله والو ځواكونو مننه كوم۔ ده ووئيل تېره ورځ په اسلام آباد كښې د ترهګرۍ يو پېښه رامخې ته شوه۔ په كومه كښې چې جوډيشل كمپلېكس په نخښه كړې شو۔ د وكيلانو په شمول 12 كسان شهيدان شول او 4 د مرګ او ژوند په كشمكش كښې دي۔ مونږ د ټولو شهيدانو لوړو درجو له لاس په دعا يوو۔ ده ووئيل تېره ورځ ما بيان وركړو چې په فتنة الخورج كښې هندوستاني لاس شامل دے او د بده مرغه په دې كښې زمونږ د ګاونډي هېواد افغانستان فټ پرنټ په نظر راځي۔ په دې د هندوستان لخوا ټويټ راغلو چې تورونه بې بنسټه دي۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج او د پاكستان د دښمنانو له حركتونو څخه خبر يوو٬ وړاندې مو هم خله ماتې ځواب وركړے ؤ او بيا به يۍ هم وركوو۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې افغانستان سره په دوحه او استنبول كښې امن مذاكرات وشول په كومو كښې چې پاكستان ګډون وكړو۔ زمونږ يو شرط دے چې د افغانستان عبوري حكومت دې ټي ټي پي ٬ بي اېل اے او ترهګر ډلې د افغانستان خاورې څخه پاكستان بريدونو كولو څخه منع كړي۔ ده ووئيل افغانستان چې مونږ ته د 40 كالو د مېلمستيا كومه بدله راكړې ده ټولې نړۍ ته معلومه ده۔ ده ووئيل غواړو چې د پاكستان به شمول ټوله منطقه د پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا نن چې كوم بدلونونه منظور كړې شول په دې تر ټولو وړاندې زه د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه كوم او بيا د خپل لارښود مياں نواز شريف چا چې دلته تشريف راوړو او په ننۍ كارروايۍ كښې ناست پاتې شو۔ دغسې زه د بلاول بھټو زرداری، ډاکټر خالد مقبول صدیقی، چوهدری سالک حسین عبدالعلیم خان، اعجازالحق او اېمل ولی خان هم مننه كوم۔ دې سره سره زه د سپيكر ٬ دوهم سپيكر ٬ وزيرقانون ٬ اټارني جنرل او په دې عمل كښې د ګډون كوؤنكو ټولو كمېټيو او اهلكارو هم مننه كوم كومو چې زياتې خوارۍ سره مشاورت بشپړ كړو او ددغې په نتيجه كښې نن دا بدلونونه د آئين برخه جوړ شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل په ميثاق جمهوريت كښې د آئيني عدالت جوړولو خوب 19 كاله وروستو ريښتيا شو۔ باور لرم چې نن به د محترمې بېنظير بھټو صاحبې روح ته سكون ترلاسه شوي وي۔ ده ووئيل كله چې هندوستان ته پاكستان د څلورو ورځو په جنګ كښې ماتې وركړه نو د پاك پوځ نامه په ټوله نړۍ كښې وځلېده۔ ددې په نييجه كښې چيف آف دي آرمي سټاف ته حكومت فيلډ مارشل لقب وركړو۔ ده ووئيل زه د چیف جسټس آف پاکستان یحییٰ آفریدی هم مننه كوم چې هغه د آئين په دائره كښې پاتې كېدو سره بشپړه مرسته وكړه۔ ده ووئيل نن پاك پروردګار پاكستان ته په سفارتي٬ معاشي او عسكري محاذ عزت وركړے دے ٬ ده ووئيل د ټولو ملګرو ګوندونو مشاورت سره مو سيد عاصم منېر ته فيلډ مارشل اعزار وكړو۔ د دې ټول قام ستائنه وكړه۔ او كه نن مونږ دې منصب ته آئيني تحفظ وركوو نو دې كښې كومه بده خبره ده۔ قومونه خپلو اتلانو ته عزت او درناوې و ركوي۔ ده ووئيل زه د بلاول بھټو زرداري مننه كوم چا چې زه په ښه نومونو وستائلم۔ هغه زما يو ښه ورور دے۔ زما او د هغه په سوچ كښې هېڅ فرق نشته۔ ده وئيل كوم څيز چې پاكستان لپاره سودمند نه دے لكه كالا باغ ډېم او په دې اتقاق رائے نشته نو په قامي يووالي دا خو يو دے داسې 100 ډېمونه قربان شه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ مقابله به پاك پوځ او قانون نافذ كوؤنك ادارو سره په ګډه كوو۔ تر ټولو زياتې قربانۍ پاك پوځ وركوي۔ په ګرد هېواد كښې د امن په ځايې كولو ذمه واري د دوئي ده۔ دوئي خرڅونه وفاق پورته كوي۔ ده وويل خواست كوم چې مونږ يو ځايې ناسته كولو سره خبره وكړو چرته چې څلور واړه اكائيانې نه مني كوم ګام به پورته كولې نه شي۔ چې وفاق وي نو مونږ به يوو۔ مونږ له به تكليف ختمول او خوشحالۍ يو بل سره ګډول وي۔

مزید خبریں