قومي اسمبلۍ ځينې بدلونونو سره 27م آئيني بدلون په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړو

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) قومي اسمبلۍ ځينې بدلونونو سره 27م آئيني بدلون په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړو۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې سپيكر سردار اياز صادق 27م بدلون سينيټ څخه په منظور كړي صورت كښې غور له وړاندې كړو۔ د تحريك په حق كښې 231 او مخالفت كښې 4 غړو رايې وركړه۔د دې څخه وړندې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) قومي اسمبلۍ ځينې بدلونونو سره 27م آئيني بدلون په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړو۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې سپيكر سردار اياز صادق 27م بدلون سينيټ څخه په منظور كړي صورت كښې غور له وړاندې كړو۔ د تحريك په حق كښې 231 او مخالفت كښې 4 غړو رايې وركړه۔د دې څخه وړندې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ تېره ورځ د 27م ترميم سينيټ څخه په منظور كړې شوي صورت كښې غور لپاره تحريك وړاندې كړې و۔په ايوان كښې په دې بحث وكړے شو۔وروستو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ 27م ترميم بل كښې ځينې بدلونونه وړاندې كړل۔ هغه په آرټيكل 6 كښې ترميم وړاندے كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔د قانون وزير نوې شق 12 اے وړاندې كړو چې له مخې يې په آرټيكل 10 كښې ترميم وكړے شو۔ايوان د دې په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظوري وركړه۔ دغسې وزير قانون شق 23 كښې ترميم وړاندې كړو چې موجوده چيف جسټس آف پاكستان به د خپلې مودې په مهال چيف جسټس آف پاكستان پاتې كيږي۔د شق وار منظورۍ په مهال 233 غړو د شقونو په حق كښې او څلورو غړو د دې په مخالفت كښې راې وركړه۔سني اتحاد كونسل او آزاد اپوزېشن غړو په ووټنګ كښې برخه وانخسته۔ ددې څخه وروستو د قانون وزير اعظم نذير تارړ بل منظورۍ له وړاندې كړو چې په حق كښې يۍ 234 او په مخالفت كښې يۍ 4 رائے وړاندې كړې شوې۔په آرټيكل 243 كښې ترميم كولو سره د فيلډ مارشل عهده ټول عمري له او د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو له چيف آف ډيفنس فورسز عهده تخليق كړې شوه۔د چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ عهده به په 27 نومبر 2025 ختمه شي۔

مزید خبریں