اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډر د شورو په ورځ د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس 2025 دوهمې ورځې پرانستې غونډې ته خطاب او د كثير الجهتي د لارې امن٬سلامتيا او پرمختګ په موضوع د عام بحث مشري وكړه۔ده د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني او د سينيټ آف پاكستان لخوا د ګردې نړۍ د پارليماني غړو په راجمع كولو او خبرو اترو …
د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس په څير فورم كثير الجهتي فعاله ساتلو له ضرورې دې۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډر د شورو په ورځ د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس 2025 دوهمې ورځې پرانستې غونډې ته خطاب او د كثير الجهتي د لارې امن٬سلامتيا او پرمختګ په موضوع د عام بحث مشري وكړه۔ده د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني او د سينيټ آف پاكستان لخوا د ګردې نړۍ د پارليماني غړو په راجمع كولو او خبرو اترو او همكارۍ او كثير الجهتي تړون ته وده وركولو كښې د پاكستان د كردار رامخې ته كولو ستائنه وكړه۔ نائب وزيراعظم نړيوال چېلنجونه په ډاګه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د بېن الپارليماني سپيكرز كنفرنس په څير فورم د كثير الجهتۍ فعاله كولو له ضرورې دے۔ده ووئيل ترهه ګري كوم مذهب٬نسل يا پوله نه تسليموي٬په وانا او اسلام آباد كښې د اوسنو بريدونو غندنه كولو سره ده د دې لعنت مقابله كولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو او هر ډول ترهه ګري يې مسترد كړه۔ده ووئيل د سفارتكارۍ د لارې دې د خلكو خذمت وكړی شي۔











