د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د صوماليه پارليماني پلاوي ملاقات

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د صوماليه پارليماني پلاوي د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پلاوي مشري نائب سپيكرسعديه ياسين كوله۔ ۔په ملاقات كښې په پاك صوماليه اړيكو٬پارليماني مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سردار اياز صادق پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان صوماليې سره د اوږدې مودې ملګرتيا اړيكو ته …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د صوماليه پارليماني پلاوي د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پلاوي مشري نائب سپيكرسعديه ياسين كوله۔ ۔په ملاقات كښې په پاك صوماليه اړيكو٬پارليماني مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سردار اياز صادق پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان صوماليې سره د اوږدې مودې ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬پاكستان صوماليه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره د دوي د هڅو بشپړ ملاتړ كوي۔ صوماليې نائب سپيكرې ووئيل چې پاكستان په اسلامي نړۍ كښې د صوماليه د يو باور وړ شراكتدار دے۔ په ملاقات كښې د ترهه ګرۍ ختمولو او د بشري پرمختګ په څير يو شمېر چېلنجونو هم خبرې اترې وشوې۔دواړو لارښودو د اسلامي هېوادونو ترمينځه د اتحاد او يو والي په زياتولو اتفاق وكړو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې پاكستان افريقه كښې پارليماني او په اولسي كچه اړيكو ته د ودې وركولو عزم لري۔دواړو هېوادونو پارليماني تبادلو او انسټيټيوشنل مرستې ته په وده وركولو هم اتفاق وكړو۔ صومالي نائب سپيكر په زړه پورې مېلمستيا كولو د پاكستان د پارليمان او اولس مننه وكړه۔

مزید خبریں