د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل عاصم منير په كيډټ كالج وانا كښې په روان آپريشن پرله پسې نظر وساتلو ٬د قوم دا معماران زمونږ سرمايه دي٬دوي بايد هيڅ ډول ضرر سره مخ نه شي :فيلډ مارشل عاصم منير هدايت

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل عاصم منير په كيډټ كالج وانا كښې روان آپرېشن ګړۍ په ګړۍ تر نظر لاندې وساتلو۔ فيلډ مارشل عاصم منير هدايت وكړو چې دا د قوم معماران زمونږ سرمايه دي٬ دوئي بايد هېڅ ډول ضرر سره مخ نه شي۔ د سرچينو له مخې د كيډټ كالج وانا د استاذانو او كيډټس حوصلې لوړې دي او دوي د ترهه ګرۍ …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل عاصم منير په كيډټ كالج وانا كښې روان آپرېشن ګړۍ په ګړۍ تر نظر لاندې وساتلو۔ فيلډ مارشل عاصم منير هدايت وكړو چې دا د قوم معماران زمونږ سرمايه دي٬ دوئي بايد هېڅ ډول ضرر سره مخ نه شي۔ د سرچينو له مخې د كيډټ كالج وانا د استاذانو او كيډټس حوصلې لوړې دي او دوي د ترهه ګرۍ په ضد د مضبوط عزم څرګندونه كړې ده۔چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل عاصم منير دغلته په روان آپرېشن بشپړ نظر وساتلو۔ په كيډټ كالج وانا د افغان خوارج بريد ناكامه كونكي آپرېشن كمانډر كرنل طاهر ووئيل په 10 نومبر 5 افغاني خوارجو په كيډټ كالج بريد وكړو۔ ده ووئيل يو ځانمرګي بريد كونكي چاودنه وكړه او نور ګيټ ته نزدې شول۔ دوي د كوچنيانو يرغمل كولو هڅه وكړه۔امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره دا بريد ناكامه كړو۔ مونږ ترهه ګر تر محصوص بلاك محدود كړل او زده كونكي مو رېسكيو كړل۔ده ووئيل 10 څخه تر 10 نيمو بجو ټول خوارج ووژل شول۔ده ووئيل كله چې ځانمرګې بريد وشو نو دغه مهال ټول كيډټس ډريل كولو۔استاذانو ووئيل تاسو سكون سره پاتې شۍ پاك پوځ راغلے دے۔

مزید خبریں