اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي)چيئرمېن محسن نقوي سره د سري لنكا هائي كمشنر ريئر ايډمرل(ر)فريډ سري ويراتنے ملاقات وكړو۔ د پي سي بي له مخې د ملاقات په مهال د اسلام آباد چيف كمشنر او اسلام آباد پوليس آئي جي سري لنكن ډلې ته د وركړې شوي فول پروف امنيت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ سري لنكن هائي …
وفاقي وزير او د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي سره د سري لنكا هائي كمشنر ريئر ايډمرل (ر)فريډ سري ويراتنے ملاقات٬د سري لنكن كركټ ډلې په امنيت د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي)چيئرمېن محسن نقوي سره د سري لنكا هائي كمشنر ريئر ايډمرل(ر)فريډ سري ويراتنے ملاقات وكړو۔ د پي سي بي له مخې د ملاقات په مهال د اسلام آباد چيف كمشنر او اسلام آباد پوليس آئي جي سري لنكن ډلې ته د وركړې شوي فول پروف امنيت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ سري لنكن هائي كمشنر به امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې د پاكستان حكومت د مېلما ډلې لپاره ښه او موثر اقدامات كړې دي۔ په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د سري لنكا كركټ ډلې لوبغاړي د پاكستان سټېټ ګېسټ دي٬د هغوي فول پروف سكيورټي د حكومت وړومبې ترجيح دې۔ده ووئيل چې مېلمنو لوبغاړو ته محفوظ او پرامن ماحول وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات شوي دي۔د سري لنكن هائي كمشنر اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ځپليو كورنيو او پاكستان حكومت سره د بشپړه يو والي څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په اختتام د سري لنكا هائي كمشنر يو ځل بيا د ډلې په سكيورټي داطمينان څرګندونه كولو سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د پاكستاني ادارو هڅې وستائلې۔











