سپيكر سردار اياز صادق سره د تاجكستان پارليمنټ ډپټي سپيكر عزيز ګيوزودا ملاقات

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د شورو په ورځ د تاجكستان پارليمنټ ډپټي سپيكر عزيز ګيوزودا ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ پارليماني مرستې او بيلو څانګو سره اړوندو د شريكې خوښۍ په ځيني چارو دخيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې پاكستان تاجكستان سره تاريخي ٬ مذهبي …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د شورو په ورځ د تاجكستان پارليمنټ ډپټي سپيكر عزيز ګيوزودا ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ پارليماني مرستې او بيلو څانګو سره اړوندو د شريكې خوښۍ په ځيني چارو دخيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې پاكستان تاجكستان سره تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري تړون لري٬ پاكستان تاجكستان يو نزدې او ورور اسلامي هېواد ګڼي۔ ده ووئيل پارليماني رابطې لا مستحكمولو سره به شريك باور او مرسته نوې بامونو ته رسولې شو۔ سپيكر سردار اياز صادق تاجكستان سره كلتوري٬تعليمي او تجارتي مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړو او وې وئيل چې پاكستان د تاجكستان دوهم كور دے٬تاجكستان د اوږدې مودې جنګ سره مخ و٬زمونږ هدف سيمه ايز استحكام مرستې ته وده وركول دي٬دواړو لارښودو په منطقه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره په شريكو هڅو اتفاق وكړو۔ د تاجكستان دوهم سپيكر ووئيل د پاكستان د ګلګت بلتستان٬هنزه او چترال كلتور تاجكستان سره ژور مماثلت لري۔ ده ووئيل امن٬تحفظ او پرمختګ زمونږ شريك مقصد دې۔ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه هم ګډون كولو۔

مزید خبریں