د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د فلسطيني اولس حوصله او عزم وستائلو

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د فلسطيني اولس حوصله او عزم ستائلو سره وئيلي دي په منځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د فلسطين مسئلې عادلانه حل ضرورې دے۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سېكرټرېت لخوا جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د فلسطين ٬روانډا او الجيريا پارليماني لارښودو جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د فلسطيني اولس حوصله او عزم ستائلو سره وئيلي دي په منځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د فلسطين مسئلې عادلانه حل ضرورې دے۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سېكرټرېت لخوا جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د فلسطين ٬روانډا او الجيريا پارليماني لارښودو جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د سېنېټ چيئرمېن د ملاقاتونو په مهال په خپلو خبرو كښې ووئيل امن پرمختګ او څوكالۍ له به پارليماني لارښودو له په ګډه خپل كردار ترسره كول وي۔د سينيټ چيئرمېن سره فلسطيني سپيكر روحي فتوح هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د سينيټ چيئرمېن د فلسطيني اولس د حوصلې او عزم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په مينځني ختيز كښې تل پاتي امن له د فلسطين مسئلې عادلانه حل ضرورې دے۔ ده ووئيل د جنګ بندۍ لوظ نامه خوشبينه ده او د دې خلاف ورزۍ د غندنې وړ دي۔ده ووئيل پاكستان به د فلسطيني وروڼو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔

مزید خبریں