پاكستان هيڅ ډول ترهه ګري زغملې نه شي:بيرسټر دانيال چوهدري

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي چې پاكستان به هېڅ ډول ترهه ګري برداشت نه كړي او د ترهه ګرۍ كاروائيو به بشپړه ځواب وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په لياقت باغ سپورټس كملپيكس كښې د نوې سوئمنګ پل او د لوبغاړو د هاسټل پرانستې په موقع وكړه۔ بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل حكومت د پنجاب وزيراعلٰی …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي چې پاكستان به هېڅ ډول ترهه ګري برداشت نه كړي او د ترهه ګرۍ كاروائيو به بشپړه ځواب وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په لياقت باغ سپورټس كملپيكس كښې د نوې سوئمنګ پل او د لوبغاړو د هاسټل پرانستې په موقع وكړه۔ بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل حكومت د پنجاب وزيراعلٰی مريم نواز په هدايت ځوانانو لپاره د صحي فعاليتونو موقعې زياتوي۔ په دې لړ كښې نوې آسانۍ لرونكې سوئمنګ پل او هاسټل جوړېدل به د پېنډۍ لوبغاړو لپاره قيمتي سرمايه ثابت شي۔د منصوبې مجموعي لګښت 60 كروړه روپۍ ښودلے شوے دے۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)تل پېنډۍ ته ترقي وركولو كښې تر ټولو وړاندے پاتے شوے دے۔ د ښار د بنيادي اډانې او په خاص توګه ټرانسپورټ منصوبو په كومو كښې چې مېټرو بس شامل دے وګړو لپاره آسانۍ رامخې ته كړي دي۔ د ترهه ګرۍ په اوسنۍ پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره ده ووئيل پاكستان متحد دے او د تېر وخت پشان به د دښمن عزائم ناكامه كوي۔ ده ووئيل زمونږ د امنيتي ادارو قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ هم د ترهه ګرۍ د اوسنيو پېښو غندنه كړی ده او د يو شمېر هېوادونو سفارتي استازو پاكستان سره د يو والي څرګندونه كړی ده۔

مزید خبریں