اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس په متفقه اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې ترهه ګري نړۍ لپاره سنګينه خطره ده٬د دې ختمولو له نه يوازې امنيتي اقدامات بلكې پارليماني همكارۍ مالي نګرانۍ او اجتماعي سياسي عزم ته هم اړتيا ده۔د شورو په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې دوه ورځني بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس پاې ته ورسېد او اسلام آباد اعلاميه …
ترهه ګري نړۍ لپاره سنګينه خطره ده٬د دې ختمولو له نه يوازې امنيتي اقدامات بلكې پارليماني همكارۍ مالي نګرانۍ او اجتماعي سياسي عزم ته هم اړتيا ده۔د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس متفقه اعلاميه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس په متفقه اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې ترهه ګري نړۍ لپاره سنګينه خطره ده٬د دې ختمولو له نه يوازې امنيتي اقدامات بلكې پارليماني همكارۍ مالي نګرانۍ او اجتماعي سياسي عزم ته هم اړتيا ده۔د شورو په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې دوه ورځني بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس پاې ته ورسېد او اسلام آباد اعلاميه په متفقه توګه منظور كړی شوه۔ د سينيټ چيئرمېن او د آئي اېس سي باني چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ترهه ګري لويې چېلنج وګرځولو۔د كنفرنس د پاې غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل ترهه ګري نړۍ لپاره سنګينه خطره ده٬د دې ختمولو له نه يوازې امنيتي اقدامات بلكې پارليماني همكارۍ مالي نګرانۍ او اجتماعي سياسي عزم ته هم اړتيا ده۔ ده په اسلام آباد او وانا كښې د ترهه ګرۍ اوسنو بريدونو غندنه وكړه۔ ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په سترو قربانو رڼا واچوله۔د سينيټ چيئرمېن د موسمياتي بدلون نړيوال چېلنج په اړه ووئيل د موسمياتي بدلون تند رفتار د بشري بقا لپاره يوه حقيقي خطره ده ۔ده د ترهه ګرۍ٬شدت خوښۍ٬موسمياتي بدلون او د بشري بحرانونو په څير د نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي له د اجتماعي نړيوالې تګلارې خواست وكړو۔ ده د پارليمانونو كردار مهم وګرځولو۔ د كنفرنس د پاې سيشن په مهال د سينيټ چيئرمېن اسلام آباد اعلاميه وړاندې كړه كومه چې په متفقه توګه منظور كړی شوه۔ د دې اعلاميې مهم نكات دا دي۔كنفرنس كښې ګډون كوونكو د دې خبرې ادراك وكړو چې نن نړۍ پیيچلې او په تندۍ سره بدلېدونكو حالاتو سره مخ ده۔دوي باور څرګند كړو چې پارليمانونه د مكالمې٬ قانون سازۍ كښې د جدت ٬ نړيوالو رابطو او د پارليماني سفارتكارۍ د لارې دا مسئلې حل كولو كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ دوي دا خبره تسليم كړه چې په نړيواله كچه د مسئلو حل كولو كښې شريكو موقعو څخه ګټه پورته كول او شريك پارليماني عمل ضرورې دے۔ اسلام آباد اعلاميه كښې د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس د مينډېټ او پارليماني سفارتكارۍ توثيق وكړے شو په كوم كښې چې ګډون كونكو آئي اېس سي د بامقصده پارليماني مكالمې٬ د خيالاتو څرګندونې او د پارليماني غړو د كار استعداد زياتولو يو مهم پليټ فارم تسليم كړو او دا غزم يې وكړو چې د تفاهم يادښتونو٬د شريكو كمېټو٬ پارليماني كاكسز٬د ځوانانو پارليمنټرين خصوصي فورمز٬ همكارۍ او شريك باور ته د ودې وركولو د لارې به بين الپارليماني مرسته مضبوطه كړی شي۔ګډون كوؤنكو آئي اېس سي د يو داسې فعاله فورم په توګه مستحكم كولو له د عزم څرګندونه وكړه چرته چې پارليمانونه تل پاتې پرمختګ ٬ د شخړو حل٬د موسمياتي بدلونونو مقابلې٬ د اوبو٬ د خوراك او د روغتياد تحفظ په څير مسئلو حل كولو له تجربات يو بل سره شريك كړې شي۔ دوي د پارليماني سفارتكارۍ د لارې د شخړو حل او د عادلانه تل پاتې نړيوال نظام بنياد مضبوطولو كښې د پارليماني سفارتكارۍ په كردار زور راوړو۔په اعلاميه كښې دا حقيقت تسليم كړے شو چې تل پاتې پرمختګ د اوږدې مودې امن نه بغېر ممكن نه دے او امن د انصاف٬مساوات او بشپړه سماجي او اقتصادي پرمختګ نه بغېر ترلاسه كېدے نه شي۔په اعلاميه كښې د پارليمانونو د بنيادي كردار توثيق وكړے شو۔په اعلاميه كښې د هغه پارليماني اقداماتو هم ملاتړ وكړے شو كوم چې د پخوانو شخړو سوله ايز حل٬د قانون حكمرانۍ٬مكالمې او د همكارۍ اقداماتو ته په شخړو ترجيح وركوي۔د ګډې اعلاميه كښې مصالحت٬ثالثۍ او فعاله پارليماني سفارتكارۍ ته په وده وركولو زور راوړلے شو دغسې چې سياسي او كلتوري خليجونه كمولو او شخړې ختمولو له فعاله بنيادونه برابر كړې شي۔د دې خبرې ډاډګيرنه وشوه چې د بې وزلۍ٬موسمياتي فشار او د سيمه ايزو شخړو په څير د بې ثباتۍ عواملو مخ نيوي له پارليمانونه په اتفاق رائے او تل پاتې پرمختګ اډانه همكارۍ ته وده وركړي دغسې چې يوه مستحكمه او په ګډ احترام اډانه يوه نړيواله ټولنه جوړه كړې شي۔په دې اعلاميه كښې دا عهد وكړے شو چې قامي او سيمه ايزې ايجنډې به د تل پاتې پرمختګ هدفونو 2030 له مخې تشكيل او په دې د عملدرآمد پارليماني نګراني باوري كولې شي۔په اعلاميه كښې د ډيجيټل خليج ختمولو او د اولسي خذماتو په رسنه كښې جدت رامخې ته كولو له د ټېكنالوجي كارولو ته په وده وركولو زور راوړلې شو۔ګډون كونكو د پارليمانونو دننه اداره جاتي٬صلاحيتونو كښې زياتوالي ته هم ترجيح وركړه دغسې چې د قانون سازۍ نګراني او د كمېټو نه علاوه كاكسيز هم مضبوط كړی شي۔ په اعلاميه كښې په ترهه ګرۍ٬موسمياتي بدلون٬د خوراك او اوبو كمي ٬بې وزلي٬وبائي رنځونو٬سائبر سيكورټي٬كركه خپرونكې تقريرونو٬زين فوبيا او د اسلامو فوبيا په څير نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو له د اجتماعي مرستې ٬ ګڼ اړخيزه همكارۍ او د مكالمې اهميت تسليم كړے شو او په عادلانه ورلډ كلائميټ فنانسنګ هم زور راوړلے شو دغسې چې كوم هېواد د تل پاتې پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې نه شي۔په اعلاميه كښې سائنس٬تحقيق او جدت كښې پرله پسې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو عزم هم څرګند كړے شو دغسې چې يوه داسې ټولنه جوړه شي كومه چې د موجوده او د سباؤن د بحرانونو مقابله وكړی شي۔ګډون كونكو په اعلاميه كښې د سپيځلې او سيمه ايزې ډهانچې او رابطې منصوبو ته په وده وركولو هم زور راوړو كوم چې سيمه ايز يو والې٬اولسي تبادلې او شريكه څوكالي مضبوطه كړي۔دوي په پارليمانونو زور راوړو چې هغوي دې په شريك باور اډانه اقداماتو او مرستې ته وده وركولو كښې كردار ترسره كړي دغسې چې په شخړو كښې كمي سره سره د اوږدې مودې استحكام وده ومومي۔د اعلاميې په پايه كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې پارليمانونه به د لارښودنې كردار ترسره كوي او مونږ به د ملګرو ملتونو د چارټر او د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه كښې بيان كړی شويو اصولو څخه لارښودنه ترلاسه كوو۔ګډون كونكو د دې اجتماعي ذمه وارۍ پخلې وكړو چې امن٬سلامتيا او د تل پاتې پرمختګ د لارې به يو داسې نظام جوړوو كوم چې د عادلانه٬بشپړې او ټولو لپاره د څوكالۍ سبب وي۔











