اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ايران پارليماني پلاوي د دوهم سپيكر علي نيك زاد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو ٬ په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو٬پارليماني مرسته٬اقتصادي همكارۍ او بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر سردار اياز صادق د سيمه ايز استحكام او پرمختګ لپاره د …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ايران دوهم سپيكر ملاقات٬ د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ايران پارليماني پلاوي د دوهم سپيكر علي نيك زاد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو ٬ په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو٬پارليماني مرسته٬اقتصادي همكارۍ او بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر سردار اياز صادق د سيمه ايز استحكام او پرمختګ لپاره د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل دواړه هېوادونه په ګډ تاريخ مذهب او د كلتور په خپلولو يو بل سره تړلې دي۔ سپيكر د خپل ايران هم څنګ ډاكټر ايم باقر قاليباف اوسنۍ دوره دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو او پارليماني تړون ته وده وركولو كښې مهم پړاؤ وګرځولو۔ سردار اياز صادق ووئيل پاكستان ايراني اولس لپاره دوهم كور دے٬ ده هند سره په جنګ كښې د پاكستان په ملاتړ كولو د ايران مننه كوو۔ده ووئيل پاكستان 7 رافيل الوتكې نسكورې كړې او هند ته يې ماتې وركړه۔ده ووئيل د افغانستان خاوره په پاكستان كښې ترهه ګرۍ لپاره كارولې شي۔پاكستان د ترهه ګرۍ ختمولو عزم لري۔سپيكر ووئيل اسرائيل چې كله په ايران بريد وكړو نو پاكستاني پارليمنټ د متفقه قرارداد د لارې د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه۔ده ووئيل د ايران او پاكستان په ګډو دښمنانو كښې اسرائيل شامل دے۔د ايران اسرائيل ته په بشپړ ځواب وركولو مباركي وركوم۔ايراني دوهم سپيكر په اسلام آباد كښې په چاودنه كښې په حق رسېدليو له د لوړو درجو دعا او غم جنو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ده د 12 ورځني جنګ په مهال د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه او دا يې يادګار وګرځولو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو بلها فرصتونه شتون لري۔











