اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان خارجه پالېسي د ملګرو ملتونو د چارټر په اصولو اډانه ده٬ معيشتونه د سيمه ايز تړون تجارتي آسانيو او د سرمايه كارۍ همكارۍ د لارې څوكالي ترلاسه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل استحكام او پرمختګ لپاره مذاكرات تل …
معيشتونه د سيمه ايز تړون تجارتي آسانيو او د سرمايه كارۍ همكارۍ د لارې څوكالي ترلاسه كولې شي:د اسحاق ډار د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان خارجه پالېسي د ملګرو ملتونو د چارټر په اصولو اډانه ده٬ معيشتونه د سيمه ايز تړون تجارتي آسانيو او د سرمايه كارۍ همكارۍ د لارې څوكالي ترلاسه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل استحكام او پرمختګ لپاره مذاكرات تل زمونږ ترجيح پاتې شوې ده۔ده ووئيل د ګردې نړۍ د پارليماني غړو استازو او ګډون كونكو موجودګي د دې ګډ باور عكاسي كوي چې د هېوادونو ترمينځه همكاري د امن او پرمختګ تر ټولو يقيني لاره ده۔ ده ووئيل د سيد يوسف رضا ګېلاني د وژن له مخې د سينيټ آف پاكستان لاندې كنفرنس د كثيرالجهتۍ د لارې امن٬ سلامتيا او پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو له د پاكستان پرله پسې هڅو كښې يو مهم پړاؤ دے۔نائب وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه د پاكستان د سفر ستائنه تل ريزيلينس مكالمے او همكارۍ سره كيږي۔بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس د دې اصولو په كوټلې نتيجو كښې بدلولو له يو ځانګړې پليټ پام رامخې ته كړو۔ ده ووئيل دا ډول چارې نړيواله همكارۍ ته تقويت وركوي او دا خبره باوري كوي چې سفارتكاري د ګردې نړۍ د وګړو د هيلو او ګټو عكاسي كوي۔د نړيوالو چېلنجونو ذكر كولو سره ده ووئيل نړۍ د بدلون د يو داسې دور مشاهده كوي په كوم كښې چې په ګڼ اړخيزه ادارو باور كم شوے دے ٬ جغرافيائي سياسي دښمنۍ٬ موسمياتي بحرانونه٬ترهه ګري او عدم مساوت زيات شوي دي۔ ده ووئيل په دې صورتحال كښې دا ډول فورمز زيات اهميت لري۔نائب وزيراعظم ووئيل د روان كال تهيم “امن٬سلامتيا او پرمختګ” دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ادارې بايد ځواب وركونكې او بشپړ وي دغسې چې د پرمختګ او امن ميوې خلكو ته ورسي۔اسحاق ډار په وانا او اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ بريدونو سخته غندنه وكړه په كومو كښې چې 15 كسان شهيد شوي دي٬ده ووئيل دا بزدلانه كاروايۍ ترهګري ختمولو له زمونږ قومي عزم كمزورې كولې نه شي۔ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې همكاري بايد د مسابقت ځاې واخلي او دې سره سره منصفانه همكاري نه چې درجه بندي د سباؤن نړيوال نظام متعين كړي۔نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان به د يو پل جوړونكي٬د منطقو يو موټې كوونكې او د پرمختګ كونكې نړۍ غږ پورته كولو او د انصاف او مذاكراتو د لارې امن ته وده وركولو له خپل خذمات روان ساتلو له چمتو دے۔











