د 27 آئيني بدلون مقصد ګورننس او د انصاف رسول ښه كول دي ٬ پي ټي آئي 27 م بدلون لپاره كوم تجويز وړاندے نه كړو ٬ هغوي په خپل دور كښې آئين سره لوبې وكړې: د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔12نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د 27 م آئيني بدلون هدف ګورننس او د انصاف رسنه ښه كول دي٬ دا د لسیزو د فکر او مكالمې نتيجه ده خو افسوس په دې خبره دې چې پي ټي آئي ته خپل لارښود تر پاكستان زيات مقدم دے٬ اپوزیشن خپل یادداشت هېر کړے دے ٬ د هغوي ټول حالات او پېښې …

اسلام آباد۔12نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د 27 م آئيني بدلون هدف ګورننس او د انصاف رسنه ښه كول دي٬ دا د لسیزو د فکر او مكالمې نتيجه ده خو افسوس په دې خبره دې چې پي ټي آئي ته خپل لارښود تر پاكستان زيات مقدم دے٬ اپوزیشن خپل یادداشت هېر کړے دے ٬ د هغوي ټول حالات او پېښې له 2022 څخه وروستو نه ځي٬ دوئي حقایق پټ ساتي، په پی ټی آئی دور کښې د اساسي قانون سره لوبه شوې ده٬ کله چې قاسم سوری د قانون خلاف ورزي كوله نو دوئي ولې غلې وو۔ پي ټي آئي 27م بدلون لپاره كوم هم تجويز نه دے وړاندے كړے٬ په وانا كښې 500 څخه زيات كېډټس حفاظت سره رېسكيو كړې شول٬ آيا پي ټي آئي سره تعلق لرونكي كوم لارښود په وانا كېډټ كالج د ترسره شوي بريد غندنه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې خپله خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د مخالفې ډلې تقريرونه اورېدو سره مې دا ګمان وشو چې هغوي خپل يادشات هېر كړی دې٬د هغوي ټول حالات او پېښې د كال 2022 څخه وروستو نه ځي۔ كله چې دا پارليمنټ د مشاورت او سياسي عمل له مخې آئيني بدلون كوي نو دا دوي زغملې نه شي۔د دوي په دور كښې آئين سره لوبې وكړې شوې۔قاسم سوري د آئين خلاف ورزي وكړه٬پارليمنټ يې مات كړو دغه وخت دوي ولې غلې وو۔ ده ووئيل د محمود خان اچكزئي په تقرير افسوس دے۔هغه په 27م بدلون د خبرې كولو په مهال د كابل ذكر وكړو دا يو نوې روايت دے چې داسې خبره وكړې شي كومه چې په افغانستان او هند كښې سورخي جوړه شي٬د هغه د تقرير خلاصه د كابل نه سوا بل هېڅ نه ده۔ده ووئيل د تېرو 20 كلونو څخه د آئيني عدالتونو خبره روانه ده۔وفاقي وزير ووئيل په وانا كښې 500 څخه زيات زده كونكي خوشې كړې شول خو اپوزېشن په دې هېڅ خبره ونه كړه۔ دوي د غزه په مظلومانو غلې پاتې كيږي٬دوي د مذهب خبره كوي خو د خپل كردار د لارې د دې انكار كوي۔وفاقي وزير ووئيل په مئي كښې جنګ څخه وروستو په نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات شو٬مونږ چې چرته ځوو خلك پاكستان ته د قدر په نظر ګوري۔ده ووئيل سعودي عربستان سره ستراتېژېكي ميوچل ډيفنس لوظ نامه وشوه٬اكنامك فريم ورك لانچ شو٬په رياض ښار كښې تر 25 كلوميټر پاكستان بيرغ وليدلے شو٬د پاكستان پاسپورټ ته د عزت او قدر په نظر كتلې شي۔د اكتوبر په مياشت كښې پاكستان ته د 3.4 ترسيلات راغلل كوم چې د تېر كال په مقابله كښې 11 فيصد زيات دي۔ده ووئيل اوس به د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كارولې نه شي۔ده ووئيل د وانا زده كونكي چې كومې مړانې سره خوشې كړې شوو په دې افسرانو او ځوانانو ته درناوې وړاندې كوم۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې 12 نيم كاله د پي ټي آئي حكومت و خو دغلته نه پوهنتون جوړ شو او نه روغتون٬د دوي وزيراعلٰی د وانا په پېښه سياست كوي۔ده ووئيل چې دا ملك وي نو مونږ به يو۔ده ووئيل د 27م آئيني بدلون هدف ګورننس او د انصاف رسنه ښه كول دي٬دا د لسيزو د فكر او مكالمے نتيجه ده خو افسوس په دې خبره دې چې پي ټي آئي ته خپل لارښود تر پاكستان زيات مقدم دے او دا د فسطائيت بنياد دے۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان بقا لپاره به مونږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔

مزید خبریں