ملګري ملتونه ۔12 نومبر(اے پی پی) پاكستان په سوئيلي سوډان كښې په زياتې شوې بې ثباتۍ او سياسي تاؤ تريخوالي ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره د سوئيلي سوډان په حكومت زور راوړے دے چې هغه دې په امن لوظنامه بشپړ عملدرآمد وكړي دغسې چې هېواد يو وارې بيا خانه جنګۍ پلو لاړ نه شي۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د سوئيلي سوډان په صورتحال غونډې ته خپل خطاب …
د پاكستان سوئيلي سوډان ته په امن لوظنامه د بشپړ عملدرآمد كولو اپيل

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔12 نومبر(اے پی پی) پاكستان په سوئيلي سوډان كښې په زياتې شوې بې ثباتۍ او سياسي تاؤ تريخوالي ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره د سوئيلي سوډان په حكومت زور راوړے دے چې هغه دې په امن لوظنامه بشپړ عملدرآمد وكړي دغسې چې هېواد يو وارې بيا خانه جنګۍ پلو لاړ نه شي۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د سوئيلي سوډان په صورتحال غونډې ته خپل خطاب كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار ووئيل مونږ د طاقت د وېش انتظاماتو په كمزورې كېدو او د نښتو په زياتېدو اندېښنه لرؤ۔ ده په ټولو فريقو زور راوړو چې هغوي دې د اوربند لوظنامې خيال وساتي٬ تاؤ تريخوالي دې كم كړي او په بشپړه سياسي مذاكراتو كښې دې شامل شي۔ د خپل خطاب په پايه كښې پاكستاني استازي ووئيل چې سیاسی عزم، سيمه ايز يووالي او نړيوال ملاتړ سره د سوئيلي سوډان اولس د تلپاتي امن او استحكام خوب رښتيا كولې شي











