بیجنګ۔12نومبر(اے پی پی) چين په اسلام آباد كښې كچهري ته نزدې د ځانمرګې بريد سخته غندنه كړې ده۔ د چین د خارجه وزارت وياند ګیو جیاکون د شورو په ورځ بريفنګ كښې ووئيل چين د هر ډول ترهګرۍ سخته غندنه او په دې بريد كښې د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي كوي۔ چينائي وياند د دې خبرې تصديق وكړو چې د ابتدائي معلوماتو له مخې په بريد كښې …
د چين په پاكستان كښې د ترهګر بريد غندنه

مزید خبریں
بیجنګ۔12نومبر(اے پی پی) چين په اسلام آباد كښې كچهري ته نزدې د ځانمرګې بريد سخته غندنه كړې ده۔ د چین د خارجه وزارت وياند ګیو جیاکون د شورو په ورځ بريفنګ كښې ووئيل چين د هر ډول ترهګرۍ سخته غندنه او په دې بريد كښې د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي كوي۔ چينائي وياند د دې خبرې تصديق وكړو چې د ابتدائي معلوماتو له مخې په بريد كښې كوم چينائي وګړي ته كوم زيان نه دے رسېدلے۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې چين به د ترهګرۍ په ضد د پاكستاني هڅو ملاتړ او سماجي استحكام او د اولس تحفظ باوري كولو كښې بشپړه مرسته كوي











