بېروت۔ 12 نومبر(اے پي پي) لبنان د لېبيا معزول لارښود معمر قذافي ځوے هانيبال قذافي د 10 كاله زندان تېرولو نه پس په ضمانت خوشے كړو۔ د اے ايف پي تر مخه وكيل لارينټ بېون ووئېل قذافي د 9000000 ډالر ضمانت وركولو نه پس په څو ساعته كښې خوشے كړے شوے دے ٬ هغه اوس آزاد دے ۔ په 49 كلنه قذافي په 1978 كښې لېبيا كښې د لبناني شيعه …
لبنان هانيبال قذافي د 10 كاله زندان تېرولو نه پس خوشے كړو

مزید خبریں
بېروت۔ 12 نومبر(اے پي پي) لبنان د لېبيا معزول لارښود معمر قذافي ځوے هانيبال قذافي د 10 كاله زندان تېرولو نه پس په ضمانت خوشے كړو۔ د اے ايف پي تر مخه وكيل لارينټ بېون ووئېل قذافي د 9000000 ډالر ضمانت وركولو نه پس په څو ساعته كښې خوشے كړے شوے دے ٬ هغه اوس آزاد دے ۔ په 49 كلنه قذافي په 1978 كښې لېبيا كښې د لبناني شيعه غالم موسې الصدر د بې دركه كېدو معلومات وركولو د مخ نيوي تور ؤ خو په هغه كله مقدمه ونه چلولې شوه ۔ د الصدر بې كركه كېدو په وخت د هغه عمر 2 كاله ؤ۔ اكتوبر كښې يو جج د 11 مېلين ډالرو په بدل د قذافي د خوشي كولو حكم جاري كړے ؤ كوم چې تېره اوونۍ د هغه د دفاعي ډلې د اپيل نه پس 900000 ډالر كړے شول۔











