اپوزيشن دې حكومت سره خبرو ته كيني ٬ مونږ به ورسره مكمل مرسته وكړؤ: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد۔12نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اپوزيشن ته وړاندېز وركړے دے چې هغه حكومت سره خبرو اترو ته كيني ٬ ورسره به بشپړه مرستې كولې شي٬ د پي ټي آئي باني ته ما دوه وارې ماتې وركړې ده٬ دا مهال زما په ضد كومه عذرداري نشته۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د محمود خان اچكزئي په ريماركس سپيكر ووئيل وزیراعظم په دې …

اسلام آباد۔12نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اپوزيشن ته وړاندېز وركړے دے چې هغه حكومت سره خبرو اترو ته كيني ٬ ورسره به بشپړه مرستې كولې شي٬ د پي ټي آئي باني ته ما دوه وارې ماتې وركړې ده٬ دا مهال زما په ضد كومه عذرداري نشته۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د محمود خان اچكزئي په ريماركس سپيكر ووئيل وزیراعظم په دې ايوان كښې څو څو وارې وړاندېز كړے دے٬ د قانون وزير خبرو ته د كښناستو وئيلي دي۔ زه د سپيكر په حېث د حكومت او اپوزيشن ترمينځه د ثالث كردار ترسره كولو له چمتؤ يم۔ ده ووئېل حکومت او اپوزیشن يو مېز ته راوستل زما ذمه واري ده۔ كله چې محمود خان اچكزئي ووئيل چې هغه د اولس د رائے د لارې نه دے ټاكلے شوے نو په دې سپيكر ووئيل ما ستا لارښود ته دوه وارې ماتې وركړې ده زما په ضد په دې ټول ټاكنو كښې يوه عذرداري نشته ۔ دا ډول خبرې د مذاكرات څخه تېښته ده٬ كه هند سره خبرې كېدې شي نو مونږ خپلو كښې ولې نه شوو كولې

مزید خبریں