اسلام آباد۔12نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف په وانا کیډټ کالج د بريد غندنې كولو سره وئېلي دي د تعلیم دښمنه عناصر لخوا په کیډټ کالج وانا شوے بزدلانه بريد امنيتي ځواكونو په مؤثر کارروائۍ ناکامه كړو ، په کامیاب آپریشن د پاكستان پوځ ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ د شورو په ورځ يو بیان كښې ده ووئېل دې کامیابۍ د …
د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف په وانا کیډټ کالج د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔12نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف په وانا کیډټ کالج د بريد غندنې كولو سره وئېلي دي د تعلیم دښمنه عناصر لخوا په کیډټ کالج وانا شوے بزدلانه بريد امنيتي ځواكونو په مؤثر کارروائۍ ناکامه كړو ، په کامیاب آپریشن د پاكستان پوځ ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ د شورو په ورځ يو بیان كښې ده ووئېل دې کامیابۍ د پاک پوځ صلاحیتونه او د حکومت عزم یو ډول څرګند كړې دي ، سکیورټی فورسز کالج كښې موجود ټول 650 طلبه او اساتاذان په حفاظت سره ریسکیو کړل او د آپریشن په مهال ګڼ بريد كوونكې خپل انجام ته ورسولې شول ، ده ووئېل د ترهه ګرۍ خاتمې پورې به په قلاره نه كېښنو او دې مقصد لپاره به عسکري و سول ادارې په ګډه اقدامات روان ساتي ۔ ده ووئېل بزدل دښمن يو ځل بيا د تعلیمي ادارو په ڼښه كولو کوشش کړے كوم چې ناکامه كړے شو، د سکیورټي فورسز غیر متزلزل عزم او استحکام به د ترهه ګرو ناپاک عزائم دغسې ناکامه كوي ۔











