اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د نهې په ورځ په 27م آئيني بدلون د بحث په مهال حکومتي او د اپوزيشن ګوندونو غړو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ د حکومت او اتحادي ګوندونو غړو آئيني بدلونونه او په عدليه كښې اصلاحات د وخت ضرورت ګرځولو سره ووئيل هېواد كښې د جمهوريت، آئين او دفاع مضبوطيا لپاره آئيني بدلونونه د وخت ضرورت دے او د …
قامي اسمبلۍ كښې په 27م آئيني بدلون بحث٬ هېواد كښې د جمهوريت، آئين او دفاع مضبوطيا لپاره آئيني بدلونونه د وخت ضرورت دے۔ حکومتي غړي

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د نهې په ورځ په 27م آئيني بدلون د بحث په مهال حکومتي او د اپوزيشن ګوندونو غړو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ د حکومت او اتحادي ګوندونو غړو آئيني بدلونونه او په عدليه كښې اصلاحات د وخت ضرورت ګرځولو سره ووئيل هېواد كښې د جمهوريت، آئين او دفاع مضبوطيا لپاره آئيني بدلونونه د وخت ضرورت دے او د اپوزيشن ګوندونو غړٶ د بدلون مخالفت كولو سره په اتفاق رائے د بدلونونو په منظورولو زور راوړو ۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په 27م آئيني بدلون بحث كښې شاهده بيګم ووئيل څنګه چې د كال 1973 آئين په اتفاق سره منظور كړے شوے ٶ دغسې چې د قانون سازۍ عمل بايد په اتفاق رائے سره بشپړ كړے شي٬ مونږ د 26م آئيني بدلون په وخت هم د خپلو اندېښنو څرګندونه كړې وه او مطالبه مو كړې وه چې اسلامي نظرياتي کو نسل او د مدرسو د رجسټريشن په اړه نكات دې پكښې شامل كړے شي٬ دې ووئېل مونږ د ادارو او آئين په ضد نه يو٬ مونږ د شهيدانو د قربانو قدر كوٶ٬ اپوزيشن غړي د پاکستان خيرخواه دي زمونږ دا خواهش ؤ چې آئيني بدلونونه په اتفاق سره اوشي ۔ د اپوزيشن غړي سردار محمد لطيف خان کھوسه په بحث كښې ووئيل د كال 1973ء متفقه آئين د شهيد ذوالفقار علي بھټو لويه كارنامه وه٬ د اتلسم بدلون نه وروستو د 1973ء آئين پخپل اصل شكل كښې بحال شوے ؤ ۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د آرټيکل 136 له مخې د قرآن او سنت په ضد يو قانون نشي جوړېدے٬ دا ايوان د 25 كروړه اولس كور دے٬ د دې تقدس لپاره مونږ يو ځاے ولاړ يو۔ اعجازالحق ووئيل آئين مقدس دستاويز دے، بدلونونه د تندۍ په ځاے په سوچ او فكر پكار دي٬ د معرکه حق نه وروستو د هېواد دفاع په حواله پيش بندي ضروري ده، ده ووئېل مونږ له به د پوځ په مشاورت سره اقدامات كول وي ٬ ځائي حكومتونه د جمهوريت روح دي ٬ دې ته آئيني تحفظ وركول ضروري دے ۔ د ايم کيو ايم سيد حفيظ الدين په بحث كښې ووئيل آئيني عدالتونه اولس لپاره ضروري دي ٬ د ماورائے آئين اقدامات لاره نيولو لپاره دا بدلونونه ضروري وو، اپوزيشن په دې بدلون كښې د قائمه کميټۍ په غونډو كښې ګډون نه دې كړے٬ په ميډيا او دلته بس خبرې كوي، دوي سنجيده نه ٶ۔ ده ووئيل د 140 اے ټول ملاتړ كوي٬ بايد پي ټي آئي هم د دې ملاتړ وكړي۔ دا ډېر مهم بدلون ٶ٬ دا هم شاملول پكار وو۔











